سپاه پاسداران: د دښمن د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره تیار یوو
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو مرستیال او ویاند جنرال حسیني محبي» وویل: پوځي ډګر ته د دښمن د بیرته ستنیدا په بڼه کښې به د عملیاتو ډول ډول والی، د جنګ جغرافیه او حتی د استفادې وړ د جنګي اوزارونو ډول ډول والی متفاوت وي.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په بشپړه چمتووالي باندې ټینګار سره وویل: د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی نن له تیر وخت څخه زیات دی او دغه چمتووالی په تیر توان سربیره د هغه تجربې نتیجه ده چې د جنګ په میدان او له دښمن سره نیغ په نیغه جګړه کښې لاس ته راوړی دی.
هغه زیاته کړه نن سبا له دښمن، د هغه له یرغلیزو او دفاعي تجهیزاتو، دوکه ورکو او د عملیاتو د ډول ډول والي په هکله پیژندګلوۍ له تیر وخت څخه ډیره روښانه ده.
جنرال محبي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي توان د کمزورتیا په هکله د امریکا د ادعاګانو په ردولو سره وویل په دې موده کښې هیڅکله د ایران جنګي توان نه دی کم شوی او د مطرح شویو ادعاګانو په اپوټه د ایران د اسلامي جمهوریت سمندري ځواک نه نابود شوشو او نه دهغه عملیاتي توان کم شوی دی.
هغه په دوام کښې وویل د دغه موضوع لپاره تر ټولو ښه دلیل دا دی چې امریکا په ځمکه ، هوا او سمندر کښې د خپلو پراخو ظرفیتونو په کارولو سره ونه توانیدل حتی څو دقیقې د هرمز اوبلاره د ایران د اسلامي جمهوریت له کنټرول څخه وباسي.