سیمه کښې په امریکايي اډو د سپاه پاسداران توغندوي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173824-سیمه_کښې_په_امریکايي_اډو_د_سپاه_پاسداران_توغندوي_حمله
پارس ټوډی- د ایران په سیریک او قشم باندې د امریکې د ترهګر پوځ له تیري وروسته په سیمه کښې د دښمن اډې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک له خوا په توغندیو وویشتې شوې.
(last modified 2026-06-06T05:58:06+00:00 )
Jun 06, 2026 10:26 Asia/Kabul
  • سیمه کښې په امریکايي اډو د سپاه پاسداران توغندوي حمله

پارس ټوډی- د ایران په سیریک او قشم باندې د امریکې د ترهګر پوځ له تیري وروسته په سیمه کښې د دښمن اډې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک له خوا په توغندیو وویشتې شوې.

پارس ټوډی د مهر خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان وکړ: په سیریک او قشم جزیزې باندې د امریکې د ماشوم وژونکي او ترهګر پوځ له تیري وروسته مو په سیمه کښې د دښمن اډې په توغندیو وویشتې.

د سپاهِ پاسداران د بیانیې له مخې، تیره شپه یوه نیمه بجه خلاف خلاف ورزي کوونکې تیلي کشتیو د امریکې د تیري ګر پوځ په لمسه او لارښوونې سره، له ایران سره له غږملتیا پرته او همداشان د سپاه د سمندري ځواک بیابیا خبرداریو ته په بې پامۍ سره، په غیرقانوني توګه له هرمز تنګي د وتلو نیت درلود چې له خبرداري وروسته، یوه کشتۍ په نښه شوه او اودرول شوه او نورې سرغړوونکې کشتۍ ستنې شوې.

په بیانیه کښې همداشان راغلي دي: له دغې پيښې یو ساعت وروسته یعنې د شپې دوه نیمې بجې د امریکې بې پایلټه الوتکو په قشم کښې یو مخابراتي بوسټر او په سیریک کښې یو راډاري بوسټر وویشته. د امریکې د ماشوم وژونکي پوځ د تیري په ځواب کښې سمدستي، په کویټ کښې د علي السالم په نوم د امریکې هوايي اډه او همداشان په بحرین کښې د امریکې د سمندري پوځ په پنځمه اډه کښې پاتې مهم تاسیسات د سپاه د هوافضا ځواک په توغندیو سره په نښه کړی شو.

سپاه پاسداران ټینګار وکړ چې تیري ګر او د ماشومانو قاتل دښمن ته خبرداری ورکوي چې که دغه شرارتونه تکرار شي نو په محدود ځواب به بسنه ونه کړي او د تیلو او ګیس د لیږد پرمخ د هرمز تنګي د بشپړه بندیدو د پایلو ذمه وار به تاسو په خپله یئ.