د لبنان ولسمشر:
اوربند ته د رسېدو لپاره د ایران د مرستو هرکلی کوو
Jun 18, 2026 06:35 Asia/Kabul
-
د لبنان ولسمشر
د لبنان ولسمشر جوزف عون وویل: مونږ له اوربند څخه ملاتړ کوو او په دې لړ کې د هر هیواد منجلمه د ایران له هڅو څخه هرکلی کوو.
هغه زیاته کړه: د لبنان حکومت د مذاکراتو مسئولیت په غاړه لري او څوک یې ځایناستي کېدای نه شي، هر ډول هوکړه چي وشي د دولت له طریقه به تر سره شي نه د دولت په کمزوري کولو سره.
عون جوته کړه: چي د سولې په برابر اندېښنه نه شته او څوک چي سوله کمزوره کوي د نورو د ویرولو او په واک کې د پاته کېدو په لټه کې ده.
د دوشنبې په ورځ د لبنان ولسمشر د ایران له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره په خبرو کې هیله ښودلې وه چي د ایران او امریکا تر مینځ روان تفاهم د شخړو د ختمېدو لامل شي.