پزشکیان د اسلام ایاد د تقاهم یاددښت لاسلبک کړ
د ایران او امریکا تر مینځ د جنګ د بندولو تفاهم لیک د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له خوا په جلا جلا توګه لاسلیک شوی دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، تېره شپه د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره تر کتنې وروسته، د ورسای په ماڼۍ کې د اسلام اباد د تفاهم لیک په نامه له ایران سره د جنګ د بندولو د یادښت مسوده یې لاسلیک کړې ده.
له هغه وروسته نن سهار وختي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان هم یاد تفاهم لیک یې په غیرحضوري او په دیجیټل بڼه لاسلیک کړ.
د امریکا او ایران تر مینځ په دیپلماټیک بهیر کې د پاکستان د مینځګړیتوب رول ته په کتو سره، د دې هیواد د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک کیږي.
د پاکستان لومړي وزیر د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې د یوه پیغام په ترڅ کې د یاد تفاهم لیک د تائیدولو خبر ورکړ او په دې لړ کې د امریکا د مذاکره کوونکي پلاوې له هڅو څخه مننه وکړه.
هغه همداشان د سوله ایزې حل لارې په منلو کې د اسلامي انقلاب د رهبر او د ایران د ولسمشر د حکیمانه کړچار او له تدبیر ډک سیاست د امله د قدرونې اظهار کړی دی او د یاد تفاهم لیک د ټولو مفادو د لازم الاجرا کېدو خبر ورکړی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم رسنیو ته وویل چي یاد تفاهم لیک په دوو ژبو فارسي او انګلیسي کې لاسلیک شوی دی.
بقایی زیاته کړه چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له سلامشورو وروسته، دې نتیجې ته ورسېدلو چي غوره ده د ایران او امریکا تر مینځ تفاهم لیک د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له خوا له فیزیکي حضور پرته لاسلیک شي.
د هغه په وېنا ځکه تفاهم لیک د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شو تر څو د سرغړونې سیاسي لګښت یې زیات وي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چي د خبرو اترو راتلونکې پړاو به په سویتزرلند کې تر سره شي.