د صهیونیستي پوځ سرتېرو ته د قاآني خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174420-د_صهیونیستي_پوځ_سرتېرو_ته_د_قاآني_خبرداری
د سپاه قدس ځواک قوماندان، اسماعیل قاآني، صهیونیستي پوځیانو ته په خطاب کې ویلي چې په وروستیو څلور ورځو کې ستاسې نږدې سل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
(last modified 2026-06-22T03:28:48+00:00 )
Jun 22, 2026 07:55 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي پوځ سرتېرو ته د قاآني خبرداری

د سپاه قدس ځواک قوماندان، اسماعیل قاآني، صهیونیستي پوځیانو ته په خطاب کې ویلي چې په وروستیو څلور ورځو کې ستاسې نږدې سل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هغه ویلي که اشغالګر ځواکونه په خپله خوښه د لبنان له سوېله ونه وځي، د ۲۰۰۰ کال تاریخي ماتې به یو ځل بیا تکرار شي.

قاآني زیاته کړې چې که اشغال او تېري ته دوام ورکړل شي، اشغالګر به له ماتې او سپکاوي سره مخ شي.