د ایران مذاکراتي پلاوي له سویتزرلند څخه تهران ته واپس شو
د ایران د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم چي د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشری سره، له امریکا سره د خبرو اترو لپاره د دوشنبې په ورځ سویتزلند ته تللي وه، له ۱۸ ساعتونو خبرو اترو وروسته، بیرته تهران ته راستون شو.
هیأت ایرانی در جریان این مذاکرات در نشستهای دوجانبه و چهارجانبه با حضور هیأت آمریکا و میانجیگران پاکستانی و قطری شرکت و مواضع جمهوری اسلامی ایران را درباره روند اجرای یادداشت تفاهم و شرایط ورود به مذاکرات توافق نهایی مطرح کرد.
د ایران پلاوی د دې مذاکراتو پر مهال په دوهاړخیزو او څلوراړخیزو غونډو کې ګډون کړی، چې پکې د امریکا پلاوی او د پاکستان او قطر منځګړي هم شامل وو. په دې غونډو کې د ایران اسلامي جمهوریت د تفاهمنامې د عملي کېدو د بهیر او د نهایی توافق په اړه د بحث لپاره خپل دریځونه او شرطونه وړاندې کړي دي.
قطر او پاکستان د خبرو له پای ته رسېدو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دواړې لوري د ۶۰ ورځني نقشې لارې، د یوه عالي کمیټې د جوړېدو او د تخنیکي کاري ډلو د کار د پیل پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. د اعلامیې له مخې، تخنیکي خبرې به تر راتلونکې اونۍ پورې په بورګناشتوک کې دوام ومومي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سویس د خبرو له ختمېدو وروسته، خبریالانو ته وویل چې د ایران پلاوي په څلوراړخیزه ناسته کې خپل نظرونه او دریځونه په ډېر وضاحت سره بیان کړ.