قالیباف: اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174528-قالیباف_اسلامي_هېوادونه_باید_د_وروستۍ_جګړې_له_تجربو_درس_واخلي
پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی یوه نه جلا کېدونکې اړتیا ده او ټول اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي.
(last modified 2026-06-25T09:19:35+00:00 )
Jun 25, 2026 13:45 Asia/Kabul
  • قالیباف: اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي

پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی یوه نه جلا کېدونکې اړتیا ده او ټول اسلامي هېوادونه باید د وروستۍ جګړې له تجربو درس واخلي.

قالیباف دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو د پارلمانونو د اتحادیې د شلمې غونډې په څنډه کې د آذربایجان د ملي شورا له مشرې صاحبه غفاروا سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه ویلي چې د ایران او آذربایجان اړیکې په وروستیو میاشتو کې پراخې شوي دي او هیله یې څرګنده کړې چې دا بهیر لا نور هم پیاوړی شي.

قالیباف د وروستۍ جګړې یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ځینو هېوادونو له خاورې او فضايي حریم څخه د ایران پر ضد استفاده شوې وه او اوس ټول هېوادونه باید له دغې تجربې درس واخلي.

هغه د پارلماني اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی او د اسلامي هېوادونو د پارلمانونو د اتحادیې د غونډې د کوربتوب له امله یې آذربایجان ته د بریا هیله څرګنده کړې ده.

بل لور ته د آذربایجان د ملي شورا مشرې صاحبه غفاروا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د تعقیب او د پارلماني اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د آذربایجان له خاورې به د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران پر ضد د هېڅ ډول اقدام اجازه ور نه کړي.