د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174616-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_عراق_ته_ولاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د رسمي سفر لپاره نن سهار، د عراق پلازمېنې بغداد ته روان شو.
(last modified 2026-06-28T09:17:42+00:00 )
Jun 28, 2026 11:28 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته ولاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د رسمي سفر لپاره نن سهار، د عراق پلازمېنې بغداد ته روان شو.

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له عراقي لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو خبرې او د نظرونو تبادله وکړي.

په حرمونو کې د اسلامي انقلاب د شهید مشر د سپېڅلي پیکر د تشییع مراسمو د ترسره کېدو لپاره له عراقي اړوندو چارواکو سره د اړینو همغږیو ترسره کول هم د دغه سفر د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.

عباس عراقچي د خپل سفر په لومړي رسمي پروګرام کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فؤاد حسین سره ولیدل او خبرې یې وکړې.

دواړه لورو له دې لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو پېښو پر مهال له ایران سره د عراق د دولت او خلکو د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، تهران چمتو دی چې د عراق له نوي حکومت سره په ټولو برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

عراقچي زیاته کړه، چې د تفاهم‌لیک له مخې به د هرمز تنګی، د ایران د ټاکلي مدیریت پر بنسټ، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په دېرشو ورځو کې بېرته عادي حالت ته پرانیستل شي، او د نویو ترتیباتو د رامنځته کولو یا لاسوهنې هر ډول هڅه به یوازې وضعیت لا پسې پېچلی کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، چې د ایران د شهید رهبر د جنازې مراسم به په نجف، کربلا، سامرا او کاظمین کې ترسره شي، او د همدې موخې لپاره د ایران او عراق ترمنځ د همغږۍ یو ګډ کمېسیون جوړ شوی دی.

عراقچي نن سهار عراق ته د رسېدو پر مهال، د شهید حاج قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د شهادت ځای ته هم ولاړ او دغو دواړو ته یې درناوی وړاندې کړ.