سردښت؛ د نړۍ نه هېرېدونکې ټپله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174664-سردښت_د_نړۍ_نه_هېرېدونکې_ټپله
پارس تودی- د ۱۳۶۶ لمریز کال د چنګاښ اوومه (د ۱۹۸۷ کال د جون ۲۸مه) د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي کلیزه کې د بشریت پر ضد د جګړه‌ییزو جنایتونو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه د یوې کلیزه ګڼل کېږي. دغه ورځ د عراق د بعث رژیم له لوري د سردشت ښار د کیمیاوي بمبارۍ یاد تازه کوي؛ هغه جنایت چې د مقالې په وینا، د لوېدیځو قدرتونو د ملاتړ او چوپتیا په سیوري کې ترسره شو.
(last modified 2026-06-29T08:30:31+00:00 )
Jun 29, 2026 12:56 Asia/Kabul
  • سید عباس عراقچی
    سید عباس عراقچی

پارس تودی- د ۱۳۶۶ لمریز کال د چنګاښ اوومه (د ۱۹۸۷ کال د جون ۲۸مه) د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي کلیزه کې د بشریت پر ضد د جګړه‌ییزو جنایتونو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه د یوې کلیزه ګڼل کېږي. دغه ورځ د عراق د بعث رژیم له لوري د سردشت ښار د کیمیاوي بمبارۍ یاد تازه کوي؛ هغه جنایت چې د مقالې په وینا، د لوېدیځو قدرتونو د ملاتړ او چوپتیا په سیوري کې ترسره شو.

د پارس تودی له راپور سره سم، په هغه توده او ارامه ورځ، د صدام رژیم جنګي الوتکو د ایران او عراق پر پوله د پروت سردشت ښار پر څلورو ګڼ مېشتو سیمو د خردل ګاز لرونکي بمونه وغورځول او د څه باندې دولس زره ملکي وګړو عادي ژوند یې په څو شېبو کې په نه ختمېدونکې تراژېدۍ بدل کړ. کوڅې او واټونه د هغو کسانو له جسدونو او ټپیانو ډک شول چې د پوستکي له سوځېدو، وینو لرونکو ټوخیو او د ساه لنډۍ له امله پر ځمکه لوېدلي وو، په داسې حال کې چې د برید له ماهیت څخه ناخبره وو. د دې پېښې له امله، سردشت د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ د لومړي ښار په توګه ثبت شو چې په پراخه کچه د کیمیاوي وسلو مستقیم هدف وګرځېد.

سره له دې چې نږدې څلور لسیزې له دې غمیزې تېرې شوې، لا هم ګڼ قربانیان د هغې له جسمي او رواني اغېزو سره ژوند کوي. د رسمي شمېرو له مخې، د برید په ورځ او ورپسې ورځو کې له سلو څخه زیات اوسېدونکي ووژل شول او د کیمیاوي ټپیانو شمېر نږدې اته زرو ته ورسېد، خو د مقالې په وینا، دا شمېرې د فاجعې یوازې یوه برخه انځوروي. د خردل ګاز اوږدمهاله اغېزو د قربانیانو سږي، سترګې، د بدن دفاعي سیستم او رواني روغتیا سخت زیانمنه کړې ده. زرګونه کیمیاوي زیانمن کسان لا هم د ساه لنډۍ، د سترګو ناروغیو، شنډوالي، د پوستکي ستونزو او ژورې خپګان سره مخ دي.

مقاله ټینګار کوي چې د سردشت د کیمیاوي بمبارۍ ابعاد یوازې د جګړې او قربانیانو تر شمېر پورې محدود نه دي، بلکې د لوېدیځو هېوادونو د رول موضوع هم پکې مهمه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د دې پېښې د نهه دېرشمې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې: «سردشت یوازې یو ښار نه دی، بلکې د هغه ملت د مظلومیت نښه ده چې د منع شویو وسلو قرباني شو، خو د ظلم او تېري پر وړاندې یې شاتګ ونه کړ.»

د هغه په وینا، تاریخي اسناد ښيي چې د امریکا، جرمني او بریتانیا په ګډون د ځینو لوېدیځو هېوادونو ملاتړ او چوپتیا، او د صدام رژیم ته د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د برابرولو زمینه، د دې انساني فاجعې په رامنځته کېدو کې مهم رول درلود. مقاله زیاتوي چې د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي لوېدیځو کیمیاوي او پوځي شرکتونو عراق ته د زهري ګازونو د تولید لپاره اړین مواد، تجهیزات او ټکنالوژي برابر کړل او په همدې حال کې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې د قاطعو پرېکړه‌لیکونو د تصویب مخه ونیوله.

عراقچي په خپل پیغام کې د امریکا او اسرائیلو وروستیو پوځي اقداماتو ته هم اشاره کړې او استدلال یې کړی چې د نړیوالو چوپتیا هماغه پخوانی خطرناک چلند لا هم دوام لري. هغه ویلي: «داسې ښکاري چې تاریخ له څو لسیزو وروسته یو ځل بیا هماغه ستره ازموینه تکراروي؛ د رښتیا او درواغو، د رڼا او تیارو، او د انساني کرامت او شر ترمنځ ازموینه»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سردشت د کیمیاوي برید د دوسیې حقوقي تعقیب به په نړیوالو بنسټونو کې دوام ومومي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د دې پېښې د بشري، ټولنیزو، حقوقي او انسان‌دوستانه اړخونو د روښانه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ۱۹۲۵ کال د جنیوا پروتوکول او د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون پر بنسټ، د دې جنایت عاملان او امرکوونکي د نړیوالو قوانینو له مخې مسؤل ګڼي.

ایران د معاصرې نړۍ د کیمیاوي وسلو تر ټولو ستر قرباني هېواد په توګه، د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون په جوړولو کې مهم رول لوبولی او تل یې د ډله‌ییزې وژنې له وسلو پاکې نړۍ ملاتړ کړی دی، خو د سردشت د قربانیانو لپاره د عدالت له تحقق پرته دا هڅې نیمګړې پاتې کېږي.

سردشت د حق د مقاومت او د نړیوال ضمیر د ازموینې ژوندی سند بولي. له دې پېښې نهه دېرش کاله تېر شوي، خو زرګونه قربانیان لا هم د عدالت او درملنې په تمه دي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د دې تاریخي جنایت په وړاندې چوپ پاتې شوې ده. د غزې او لوېدیځې غاړې وروستي وضعیت هم د دې ډول غمیزو د تکرار بېلګه ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر پیغام، د دې لپاره یو نړیوال غږ دی او د دې چوپتیا د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او غواړي داسې نړۍ رامنځته شي چې په کښې انساني کرامت پر زورواکۍ او سلطه‌ګرۍ بریالی ووسي، هېڅ ملت د جګړې، ترهګرۍ او د ډله‌ییزې وژنې د وسلو قرباني نه شي، او نړیوال نظم د عدالت، حقیقت او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ وي. دا یوازې د یوه هېواد ملي غوښتنه نه، بلکې د بشریت د ساتنې او د سردشت په څېر د غمیزو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره یوه نړیواله اړتیا ده. داسي یوه فاجعه چي هر کال د چنګاښ د میاشتې په اووهمه، د پاته شوونو د سویو سولګیو مونږ ته د مخکنیو قربانیانو او د راتلونکې په وړاندې د مسئولیت یادونه کوي.