پزشکیان: وروستۍ هوکړه د ایران د ملت د مقاومت لاستهراوړنه ده
-
له ایت الله شبیري زنجاني سره د مسعود پزشکیان کتنه
پارس تودی- د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران له ستر دیني مرجع آیتالله العظمی شبیري زنجاني سره په لیدنه کې د دښمنانو د ستراتیژیو په شنډولو کې د خلکو د درېدو او مقاومت رول مهم وباله او ویې ویل چې وروستۍ هوکړه او له هغې څخه رامنځته شوي پرمختګونه د ایران د ملت د ملي مقاومت پایله ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې قم ولایت ته د خپل سفر په دوام کې له آیتالله شبیري زنجاني سره ولیدل، د وروستیو میاشتو تحولاتو ته په اشارې سره د ایران د خلکو د مقاومت ستاینه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د وروستۍ جګړې پر مهال د ایران معظم رهبر، ځینې وزیران، پوځي قوماندانان، ساینس پوهان او حتی زدهکوونکي د دښمن له لورې په شهادت ورسېده، خو د ایران خلکو، وسلهوالو ځواکونو او دولت په ګډه د هېواد دفاع وکړه او د مقابل لوري د موخو د عملي کېدو مخه یې ونیوله.
هغه زیاته کړه چې امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران د بېثباته کولو لپاره خپلې ټولې سیاسي او اقتصادي وسیلې وکارولې او داسې یې انګېرله چې د اقتصادي فشارونو او کورنیو ستونزو په زیاتېدو سره به ایران له سقوط سره مخ شي، خو د خلکو ملاتړ او د هغوی حضور دغه محاسبه ناکامه کړه.
د ایران ولسمشر د دې په بیانولو سره چي حکومت له وړاندې د احتمالي فشارونو او ځانګړو شرایطو لپاره لازم چمتووالی نیولی و، وویل چې دښمن هڅه کړې وه چي د ایران د حیاتي زیربناوې، لکه فابریکو، د ګازو د تولید سرچینو، د فولادو او پتروشیمۍ صنعتونو په نښه کولو سره، د ودې او د تولید د بهیر مخه ونیسي او د تیلو د پلور د محدودولو له لارې اقتصادي ستونزې او بې رزوګارې رامینځته کړي، خو الهي اراده او د ایران د خلګو د هڅو په نتیجه کې د پرمختګ لړۍ دوام پیدا کړه.
پزشکیان وروستۍ هوکړه د ایران د ملت لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه وبلله او ویې ویل، دا هوکړه د خلکو ستره بریا ده او د هغې له مخې د نفتو او پتروشیمۍ پر سکتور لګېدلي بندیزونه لرې شوي دي.
په دې لیدنه کې آیتالله العظمی شبیري زنجاني هم د وروستیو ګواښونو او بریدونو پر وړاندې د ایران د خلکو مقاومت د الهي مرستو او مهربانیو پایله وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه الهي مرستې به دوام ولري.
هغه زیاته کړه چې د ایران د دښمنانو اټکل دا و چې په څو ورځو کې به د ایران قیصه ختمه کړي، خو ایران لا هم په خپل ځواک او ټینګ هوډ ولاړ دی، او د هغه په وینا، دا پایداري د الهي مرستو څرګنده بېلګه ده.