د سنتکام وروستي پیغام ته د عراقچي ځواب
Jul 03, 2026 05:17 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سنتکام وروستي پیغام ته په غبرګون کې ټینګار کړی چې زموږ په سیمه کې سوله هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې پراخه، ټولشموله او له هر ډول بهرني لاسوهنې پرته وي.
عراقچي په خپلې اېکس (X) پاڼه کې لیکلي: «ایا د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) زموږ سیمې ته امنیت راوړی که ناامني؟ ځواب یې بشپړ روښانه دی.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «زموږ ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو ثابته کړې چې بهرني ځواکونه ان د خپل ځان د ساتنې توان هم نه لري.»
ټیګونه