سپاه پاسداران د هرمز تنګی اوبلاره یې بنده کړه
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو یکشنبه اعلان وکړ چي د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او د امریکا د لاسوهنو تر بندېدو پورې تړلی دی او هیڅ یوه کښتۍ د تېرېدو اجازه نه لري.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د اعلامیې متن په دې ډول دی:
موږ په خپلې مخکنۍ خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د بهرنیو لاسوهنه او په هرمز تنګي کې د بېړیو لپاره د غیرقانوني مسیرونو ټاکل به د ایران له پرېکنده غبرګون سره مخ شي او په دې تنګي کې به د بېړیو د تګ راتګ د زیاتېدو بهیر له خنډ سره مخامخ کړي.
څو ساعته وړاندې دغه خبرداری له پامه وغورځول شو. د بهرنیو په لمسون څو بېړیو هڅه وکړه چې له غیر منظور شوې لارې څخه تیر شي، او د مسیر د اصلاح کولو لپاره زموږ د خبرداریو او سپارښتنو بې پروایي وکړه.
په دې خاطر د مجبورتیا له مخې، یوه هغه کښتۍ، چې د خپلو مخابراتي سیسټمونو په بندولو سره یې سمندري امنیت ته یې خطره جوړه کړې وه، د خبرداري په ډزو سره وویشتل شوه او ودرول شوه.
د دې پېښې په تعقیب، لومړی؛ د بهرنیو د غیرقانوني لاسوهنو له امله د رامنځته شوې ناامنۍ په پام کې نیولو سره، د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې او تر هغه وخته چې د امریکا لاسوهنه په دې سیمه کې پای ته نه وي رسېدلی، تړل کېږي او هېڅ ډول بېړۍ ته به د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي.
دوهم؛ که متجاوز دښمن د همدې پېښې، چې خپله یې عامل دی، په پلمه تېروتنه وکړي او پر ایران نوی برید ترسره کړي، نو له ډېر سخت غبرګون سره به مخ شي او په سیمه کې به د دښمن نورې پوځي اډې هم په نښه شي.
د دې ډول لاسوهنې ټولې پایلې به د امریکایې او صهیونیستي دښمن او هغو هېوادونو پر غاړه وي، چې خپله خاوره یې د دښمن د پوځي اډو لپاره د دغو ګواښونو په موخه په واک کې ورکړې ده.
په همدې تړاو، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې دوهمه سرغړوونکې بېړۍ هم په نښه شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دښمن د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکز او همدارنګه د هغه د قوماندې او کنټرول مرکز هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکا د ماشوموژونکي پوځ لهخوا د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو پر ساحلي اډو د پرلهپسې بریدونو په ځواب کې، د هرمز په تنګي کې د دوهمې سرغړوونکې بېړۍ د ویشتلو او درولو ترڅنګ، د غچ اخیستونکو عملیاتو په دوهم پړاو کې د قطر په العدید کې د امریکا ستراتیژیکه هوايي اډه د بالستیک توغندیو هدف وګرځېده، او د دغې اډې د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکز او همدارنګه د قوماندې مرکز سخت وځپل شول.»