د ایران پوځ په سیمه کښې د امریکې په اډو بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175172-د_ایران_پوځ_په_سیمه_کښې_د_امریکې_په_اډو_بریدونه_وکړل
د ایران پوځ د امریکايي تیریو په ځواب کښې په سیمه کښې د دغه هیواد د ترهګر پوځ په اډو باندې سخت بریدونه کړي دي.
(last modified 2026-07-15T03:09:05+00:00 )
Jul 15, 2026 07:37 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ په سیمه کښې د امریکې په اډو بریدونه وکړل

د ایران پوځ د امریکايي تیریو په ځواب کښې په سیمه کښې د دغه هیواد د ترهګر پوځ په اډو باندې سخت بریدونه کړي دي.

د صاعقه (تندر) عملیاتو په اووم پړاو کښې په سیمه کښې د امریکې د اډو خلاف د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځپونکو ډرون حملو په دوام کښې، څو ساعته مخکښې د اردن په الازرق اډې کښې د امریکې د ترهګر پوځ د ایف۱۸ جنګي الوتکو د ساتلو په مرکز، د پوځیانو د استوګنې په ودانۍ او د تجهیزاتو په ستر ګودام یې د ویجاړوونکو بې پایلټه الوتکو بریدونه وشول.

د ایران د اسلامي جمهوریت په پوځ کښې د ولس سرتیري به د دښمن لپاره د انقلاب د شهید رهبر هغه سټراټیجک پيغام او ستر درس تثبیت کړي چې د «ووهه او وتښته» دوران تیر شوی او د دې تاریخي هیواد د خاورې، اوبو او اسمان خلاف هر ډول اقدام به بې ځوابه او بې لګښته پاتې نه شي.