خلیل الحیه: د شهیدانو لار تعقیب به جاري ساتو
Jul 23, 2026 05:45 Asia/Kabul
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر نوي مشر خلیل الحیه ویلي، د شهیدانو لاره تعقیب او د ظلم پر وړاندې مبارزې ته به دوام ورکړي.
هغه وویل، د حماس مشرانو په دې حساس پړاو کې د فلسطین د ملي آرمان ستر امانت ورسپارلی دی.
الحیه د غزې خلکو ته په خطاب کې وویل، د فلسطین له آرمان څخه دفاع تر هغه وخته زموږ مسؤلیت دی چې ژوندی یو.
هغه زیاته کړه، د دوی لومړیتوب د اسرائیلو د بریدونو بشپړ درول او د غزې تړانګې بشپړه ازادي ده، او دویم لومړیتوب یې د بندیانو خوشې کول او د فلسطیني ولس د کړاوونو پای ته رسول دي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر د غزې د بیارغونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او له هغو هېوادونو او ډلو یې مننه وکړه چې د فلسطین ملاتړ یې کړی، په ځانګړي ډول له یمن، لبنان، عراق او ایران څخه.
ټیګونه