سپاه پاسداران په اردن کې د امریکا پر اډه توغندیز برید وکړ
Jul 29, 2026 12:26 Asia/Kabul
پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک (سپاه پاسداران) د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی چې په اردن کې د امریکا د پوځ هوايي اډه او مرکزي قوماندانۍ مرکز په بالستیک توغندیو ویشتل شوی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواک د عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ: «د ماشوم وژونکي امریکايي پوځ د تېری کوونکو اقداماتو په ځواب کې، د سپاه د هوافضا ځواک زړورو جنګیالیو په اردن کې د امریکا د پوځ هوايي اډه او مرکزي قوماندانۍ مرکز په څو بالستیک توغندیو وویشت.»
سپاه پاسداران ټینګار کړی: «تر هغه چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې ګواښونه دوام لري او د ایران د ګټو خلاف د امریکايي ځواکونو ناقانونه او شریرانه اقدامات روان وي، مقاومت به هم دوام ولري.»
ټیګونه