ټرمپ ته د قاليباف ځواب: دا نمایشي ډیپلوماسي ماته خوړلې ده
د ایران د اسلامي شورا رئیس، د امریکايي چارواکو وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې د هغوی ماته خوړلې او تکراري ډیپلوماسۍ ته اشاره وکړه او ویې لیکل: دا خبرې له یوې تکراري نمایشي ډیپلوماسۍ پرته بل څه نه دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، محمد باقر قاليباف په ټولنیزه شبکه کې د امریکايي چارواکو وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې د هغوی ماته خوړلې او تکراري ډیپلوماسۍ ته اشاره وکړه او ولیکل: یو لوی برید په لار دی، صبر وکړئ، هغوی غواړي مذاکره وکړي. دا خبرې له یوې تکراري نمایشي ډیپلوماسۍ پرته بل څه نه دي.
هغه وویل: د زور زياتي، نا عملي شويو ژمنو او جعلي خبرونو کارول د مذاکرې لپاره د فشار د اړم په توګه، یوه ماته خوړلې ستراتیژي ده.
قاليباف ټینګار وکړ: واقعیتونه ومنئ او پر خپلو ژمنو عمل وکړئ. موږ نورو نندارو ته اړتیا نه لرو.