د ایران او هند د علمي بنسټونو اړیکې پیاوړې کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176258-د_ایران_او_هند_د_علمي_بنسټونو_اړیکې_پیاوړې_کېږي
پارس‌ټوډی  ـ  د ایران د علومو وزارت د مرستیال او د هند د پوهنې وزیر په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
(last modified 2026-08-08T00:43:50+00:00 )
Aug 08, 2026 05:10 Asia/Kabul
  • مسعود شمس‌بخش – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت مرستیال
    مسعود شمس‌بخش – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت مرستیال

پارس‌ټوډی  ـ  د ایران د علومو وزارت د مرستیال او د هند د پوهنې وزیر په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د ایران د صداوسیما خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت مرستیال مسعود شمس‌بخش د هند په بوبانسوار ښار کې د بریکس د پوهنې وزیرانو د دیارلسمې غونډې په څنډه کې د هند د پوهنې له وزیر پرهلاد جوشي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ایران او هند د اوږدمهاله او تمدني اړیکو پر پراخو ظرفیتونو ټینګار وکړ، څو د زده‌کړو، څېړنې، ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې نوې همکارۍ پراخې شي.

د پوهنتوني او څېړنیزو همکاریو پراختیا، د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د زده‌کوونکو او څېړونکو لپاره د زده‌کړیزو فرصتونو زیاتول او د ډیجیټلي زده‌کړو له ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل، د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

دواړو لورو همداراز د علمي او زده‌کړیزو همکاریو د ژورولو او د ځوان نسل د پیاوړتیا او د نوښت د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ.