د معظم رهبر لهخوا د شپږو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ټاکنه
پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب رهبر په جلا جلا فرمانونو کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو په لوی درستیز، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د بسیج په برخو کې شپږ لوړپوړي پوځي قوماندانان وټاکل.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د ټولو قواوو اعلی سرقوماندان، حضرت آیتالله سیدمجتبی حسيني خامنهای، د جلا جلا فرمانونو په صادرولو سره د ایران د وسلهوالو ځواکونو د شپږو لوړپوړو قوماندانانو او چارواکو دندې او مسئولیتونه اعلان کړل.
د دغو فرمانونو له مخې، د پاسدارانو لوی درستیز سردار سرلشکر علي عبداللهي د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه او امیر سرتیپ کیومرث حیدري د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال په توګه وټاکل شول.
همدارنګه، سردار سرتیپ پاسدار احمد وحیدي ته د سرلشکرۍ درجې په ورکولو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان په توګه دنده وسپارل شوه، او سردار سرلشکر پاسدار مصطفی ایزدي د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان د مرستیال په توګه وټاکل شو.
د دغو فرمانونو په دوام کې، سردار دریادار پاسدار علي عظمایي د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندان او حجتالاسلام والمسلمین حسین طائب د ایران د بسیج د سازمان د رئیس په توګه وټاکل شول.