فارسي؛ د تاریخ او تمدن ژبه ( ۱۰ )
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176714-فارسي_د_تاریخ_او_تمدن_ژبه_(_۱۰_)
دا ژبه د ایران د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق د ځینو سیمو خلک هم په دې ژبه خبرې کوي.
(last modified 2026-08-17T07:45:38+00:00 )
Aug 17, 2026 12:04 Asia/Kabul
  • فارسي؛ د تاریخ او تمدن ژبه  ( ۱۰ )

دا ژبه د ایران د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق د ځینو سیمو خلک هم په دې ژبه خبرې کوي.

فارسي د نړۍ له پخوانیو  ژبو څخه یوه ده، چې د تېرو نسلونو له ارزښتمن میراث، د ایرانیانو او فارسي ژبو خلکو له ملي پانګې او هویت، پیاوړي غنایي ادب او له ارزښتمنو ادبي او فرهنګي خزانو برخمنه ده. دا ژبه د ایران د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق د ځینو سیمو خلک هم په دې ژبه خبرې کوي.

په دې پروګرام کې به ګام پر ګام د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده لاره کې له تاسو سره ملګري شو؛ هغې ژبې سره چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د فکر، فرهنګ، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په یوه پراخه جغرافیه کې په همدې ژبه اوسېدلي، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې رامنځته کړي دي.

په دې سفر کې به د باوري څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، د لرغوني پېر له زمانې تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او بدلون بهیر تعقیب کړو او هڅه به وکړو چې د دې لرغونې ژبې د لوړو او ټیټو، بدلونونو او تحولاتو یو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغې ژبې ته چې د پېړیو له تېرېدو او سترو تاریخي بدلونونو سره سره، لا هم ژوندۍ، پویا او الهام بښونکې پاتې شوې ده.

که تاسو هم د فارسي ژبې د ریښو، تاریخ او د ایران په فرهنګ او تمدن کې د هغې د ځای د پېژندلو لېوالتیا لرئ، نو درته بلنه درکوو چې په دې علمي او فرهنګي سفر کې له موږ سره ملګري شئ.

په تېره برخه کې مو د هندواروپايي ژبو له کورنۍ له یوې مهمې څانګې، یعنې یوناني ژبې سره اشنا شو؛ هغې ژبې سره چې د نړۍ د فلسفې، ادبیاتو او فرهنګ په جوړښت کې یې ستر رول لرلی دی. یوناني ژبه د هندواروپايي قومونو د بالکان ټاپووزمې، د اژه سمندر د ټاپوګانو او د کوچنۍ اسیا د سواحلو پر لور د کډوالۍ په پایله کې رامنځته شوه او په دغو سیمو کې له بومي او ځای  ژبو سره د مخامخ کېدو له امله بدلون وموند او نوې کلمې او ځانګړنې یې ومنلې.

Image Caption

 

موږ پوه شو چې یوناني ژبه له هماغه پیله یوه واحده ژبه نه وه، بلکې په څو مهمو لهجو وېشل کېده، چې له ډلې یې آکایي، ایولي، دوري او یوني ـ اتني لهجې مهمې وې. د دغو لهجو هرې یوې د یونان په فرهنګ او ادبیاتو کې په یوه دوره کې مهم رول ولوباوه، خو په پای کې اتني لهجه د اتن ښار د سیاسي او فرهنګي اهمیت له امله د یونانیانو په ګډه ادبي ژبه بدله شوه.

له میلاد څخه مخکې له څلورمې پېړۍ څخه دغه لهجه د ګډې یوناني ژبې د جوړېدو بنسټ وګرځېده؛ هغې ژبې چې د تحول بهیر یې تر نوې یوناني ژبې پورې دوام وکړ. که څه هم د بیزانس د امپراتورۍ په دوره کې د رسمي ژبې او د خلکو د خبرو ترمنځ واټن رامنځته شو، خو یوناني ژبې په تدریجي ډول خپل طبیعي مسیر وواهه او د اتلسمې پېړۍ له پیل څخه د نوې ګډې یوناني ژبې بڼه رامنځته شوه؛ هغه ژبه چې نن ورځ د یونان رسمي ژبه ده.

خو د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څانګې یوازې په یوناني ژبه نه پای ته رسېږي.ددې ترڅنګ نورې ژبې هم شته چې که څه هم د ویونکو د شمېر یا د نفوذ د پراخوالي له پلوه ښايي له یوناني ژبې سره د پرتله کولو وړ نه وي، خو د دې ژبې د کورنۍ د تاریخ په پېژندنه کې ډېر اهمیت لري. له دغو څانګو څخه یوه هم الباني ژبه ده؛ هغه ژبه چې د ژبپوهانو له نظره ځانګړی ځای لري.

نو په دې برخه کې هم له موږ سره اوسئ، څو په ګډه د تاریخ په دې پړاو کې د ژبې د تحول بهیر وڅېړو. دا کیسه په حقیقت کې زموږ د نیکونو د ژوند کیسه او د هر قوم د دودونو، رواجونو او استعدادونو د پېژندلو کیسه ده، چې زموږ پر وړاندې نوې کړکۍ پرانیزي. داسې کړکۍ چې ښايي تر اوسه مو نه وي پرانیستې.

موږ وویل چې د هندواروپايي ژبې له څانګو څخه یوه هم الباني ژبه ده؛ هغه ژبه چې د ژبپوهانو له نظره ځانګړی اهمیت لري. د الباني ژبې په اړه یوه جالبه خبره دا ده چې د هندواروپايي ژبو د کورنۍ د ډېرو نورو ژبو په پرتله یې پېژندنه ډېره وروسته شوې ده. په داسې حال کې چې یوناني او لاتیني ژبو د لرغونو زمانو څخه ګڼ شمېر اثار زموږ لپاره پرېښي دي، د الباني ژبې تر ټولو زاړه موجود اسناد د پنځلسمې  میلادي پېړۍ دویمې نیمایي ته رسېږي. له همدې امله، د دې ژبې د تېر تاریخ په اړه څېړنه د ډېرو نورو ژبو په پرتله ډېره ستونزمنه ده.

خو هغه څه چې نن ورځ د ژبپوهانو لپاره روښانه شوي، دا دي چې الباني ژبه د نورو ژبو یوه څانګه نه شي ګڼل کېدای. دا ژبه د هندواروپايي ژبو له کورنۍ یوه خپلواکه څانګه ده؛ داسې څانګه چې لرغونی اصل یې لا هم په سمه توګه نه دی معلوم او د هغې د لومړنیو تحولاتو د پړاوونو په اړه ډېر لږ معلومات شته.

همدا خپلواکي د الباني ژبې علمي ارزښت لا زیاتوي. ځکه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ هرې خپلواکې څانګې د مور ژبې ځینې ځانګړنې په خپل ځانګړي ډول په ځان کې ساتلې دي او د هغې څېړنه له څېړونکو سره مرسته کوي چې د دې سترې ژبنۍ کورنۍ د تېر تاریخ یو لا دقیق انځور ترلاسه کړي.

الباني ژبه نن ورځ د البانیا د خلکو ژبه ده. د دغه هېواد ډېری خلک په همدې ژبه خبرې کوي او له هغوی پرته، هغه البانیایي توکمونه چې د اروپا په نورو هېوادونو او همدارنګه په امریکا کې ژوند کوي، هم خپله ژبه ساتلې ده. د دې ژبې د ویونکو شمېر شاوخوا له پنځو تر شپږو میلیونو کسانو پورې اټکل شوی دی.

که څه هم الباني ژبه د ویونکو د شمېر له پلوه د نړۍ له ځینو سترو ژبو سره د پرتله کولو وړ نه ده، خو د تاریخي ژبپوهنې لپاره یې ارزښت د ویونکو په شمېر پورې تړاو نه لري. کله ناکله یوه ژبه چې یوازې څو میلیونه ویونکي لري، د هندواروپايي ژبو د تېر تاریخ د پېژندلو له پلوه تر هغو ژبو هم ډېره ارزښتناکه وي چې سلګونه میلیونه کسان پرې خبرې کوي. د هرې ژبې اهمیت باید په هغه ځای کې ولټول شي چې د ژبو د بدلون په تاریخ کې یې لري.

له الباني ژبې وروسته یوې بلې څانګې ته رسېږو چې د لوېدیځ تمدن پر تاریخ یې اغېز بې کچې پراخ و؛ د «ایتالیک» ژبو ډله.

دا ډله، لکه څنګه چې له نوم څخه یې هم څرګندېږي، د هندواروپايي قومونو د لوېدیځې سیمې، یعنې د ایټالیا په ټاپووزمه کې رواج درلود. له  میلاد څخه شاوخوا درې سوه کاله مخکې، په دې سیمه کې د دې ډلې درې مهمې ژبې دود وې: «اومبري، اسکي او لاتیني».

د دغو ژبو هرې یوې د ایټالیا په ټاپووزمه کې په یوه ځانګړې سیمه کې رواج درلود او هرې یوې یې بېل تاریخ درلود. خو یوازې یوه له دغو ژبو وتوانېده چې له خپلې سیمې هاخوا پراخه شي او د نړۍ د یوې سترې برخې برخلیک بدل کړي.

ددې ډلې لومړنۍ ژبه اومبري ده.

اومبري ژبې په هغه وخت کې د ایټالیا د ټاپووزمې د شمال او لوېدیځ یوه پراخه سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستې وه. خو د ژبو تاریخ، لکه د ملتونو تاریخ، تل یو شان نه پاتې کېږي. ژبې هم کله پراخېږي او کله د پیاوړو ژبو پر وړاندې خپله سیمه له لاسه ورکوي.

د ګاونډیو ژبو د فشار له امله د اومبري ژبې قلمرو په تدریجي ډول کوچنی شوه او له خپلې لومړنۍ پراخې سیمې څخه یوازې د اپنین غرونو او د ټیبر سیند د کیڼې غاړې ترمنځ سیمه ورته پاتې شوه.

له دې ژبې څخه ډېر اثار نه دي پاتې شوي. هغه څه چې نن ورځ تر ټولو زیات زموږ  سره د اومبري ژبې په پېژندنه کې مرسته کوي، اووه ډبرینې یا فلزي لوحې دي چې پر هغو مذهبي مطالب لیکل شوي دي. څېړونکي د دغو لوحو د لیکلو تاریخ د میلاد څخه مخکې د ۲۰۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ بولي.

همدا څو لوحې د هغې ژبې نږدې تر ټولو مهمه ژبنۍ پاتې شوني دي چې یوه زمانه کې د ایټالیا په یوه پراخه سیمه کې رواج وه. د دې ژبې د له منځه تلو د دقیق وخت په اړه هم روښانه معلومات نشته او معلومه نه ده چې خلک وروستی ځل په کوم وخت کې په اومبري ژبه خبرې کړې دي.

د اومبري ژبې برخلیک د نړۍ د ډېرو ژبو د برخلیک یوه بېلګه ده؛ داسې ژبې چې یوه زمانه کې په پراخو سیمو کې رواج وې، خو په تدریجي ډول یې خپلې سیمې پیاوړو ژبو ته پرېښودې او یوازې څو لنډ لیکلي اثار ترې پاتې شول، څو څېړونکي وکولای شي د هغوی د تېر تاریخ یو، که څه هم محدود، انځور ترلاسه کړي.

د ایتالی ژبو د ډلې دویمه مهمه ژبه اسکي ده.

دا ژبه د ایټالیا د ټاپووزمې په جنوبي برخو او همدارنګه د سیسیل په ټاپو کې رواج وه او ان په دغو سیمو کې د هغې یوه برخه کې رسمي ژبه هم بلل کېده. دا موضوع ښيي چې اسکي ژبې، د هغې د ننني برخلیک پر خلاف، یوه زمانه په اداري چارو او د خلکو په ټولنیز ژوند کې پیاوړی ځای درلود.

له دې ژبې څخه ترلاسه شوي اثار د یوې نسبتاً اوږدې دورې پورې اړه لري؛ د میلاد څخه مخکې له درېیمې پېړۍ څخه د میلادي لومړۍ پېړۍ پورې. دغه اثار ښيي چې اسکي ژبه په دغو سیمو کې څو پېړۍ ژوندۍ پاتې شوې او وروسته، د اومبري ژبې په څېر، په تدریجي ډول یې خپله سیمه بلې ژبې ته پرېښوده.

او هغه بله ژبه، هماغه ژبه وه چې برخلیک یې د روم په نوم له یوه کوچني ښار سره تړلی و؛ هغه ژبه چې په پیل کې یوازې د یوه ښار د خلکو لهجه وه، خو څو پېړۍ وروسته د نړۍ د یوې سترې برخې ژبه شوه.

هغه ژبه، لاتیني وه...

که یوه ورځ کوم مسافر د روم د یوه کوچني ښار په کوڅو کې ګرځېده، ښايي هېڅکله یې دا تصور نه وای کړی چې هغه ژبه چې د دغه ښار خلک یې په خپلو ورځنیو خبرو کې کاروي، یوه ورځ به د یوه ستر امپراتورۍ له پولو واوړي او د ډېرو پېړیو لپاره به د نړۍ د یوې سترې برخې د سیاست، حقوقو، علم، فلسفې او ادبیاتو ژبه شي.

خو تاریخ څو څو ځله ښودلې ده چې کله ناکله د ژبو برخلیک د ملتونو د برخلیک په څېر مسیر تعقیبوي. کله چې یو ملت ځواکمن کېږي، ژبې ته یې هم د پراختیا فرصت برابرېږي او هر څومره چې د دغه ملت قلمرو پراخېږي، ژبه یې هم نویو سیمو ته د ننوتلو لاره پیدا کوي.

د لاتیني ژبې داستان هم ډېر په زړه پورې داستان دی، خو د دې پروګرام  وخت پای ته ورسېدو او هیله لرو چې په راتلونکي پروګرام کې هم له موږ سره ملګري شئ، څو د لاتیني ژبې د ژوند، پراختیا او بدلونونو داستان په ګډه وڅېړو.

که دا پروګرام درته په زړه پورې و او که کوم نظر، وړاندیز او یا حتی نیوکه لرئ، حتماً موږ خبر کړئ. خپل نظرونه او وړاندیزونه راته راولېږئ او راته ووایاست چې ایا داپروګرام توانېدلی چې ستاسو، د تاریخ د مینه والو، هنرمندانو او ګرانو مخاطبینو پام ځانته واړوي او که نه؟

او منتظر اوسئ، څو یو ځل بیا راشو او تاسو د خپلو نیکونو تاریخ ته بوځو. د ژبې د رامنځته کېدو او جوړښت دا مستند روایت کولای شي داسې یوه په زړه پورې کیسه رامنځته کړي چې ښايي تر اوسه مو نه وي اورېدلې.

تر راتلونکي پروګرام پورې، خدای مو مل شه.