د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوه فرانسوي ډیپلوماتان «ناخوښ عناصر» وپېژندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176798-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_دوه_فرانسوي_ډیپلوماتان_ناخوښ_عناصر_وپېژندل
  د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې د دوو فرانسوي ډیپلوماتانو د «نامطلوبو عناصرو» په توګه د معرفي کولو په اړه یوه خبرتیا خپره کړې ده.
(last modified 2026-08-19T03:02:20+00:00 )
Aug 19, 2026 07:27 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوه فرانسوي ډیپلوماتان «ناخوښ عناصر» وپېژندل

  د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې د دوو فرانسوي ډیپلوماتانو د «نامطلوبو عناصرو» په توګه د معرفي کولو په اړه یوه خبرتیا خپره کړې ده.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ادارې په دې خبرتیا کې ویلي دي «په تهران کې د فرانسې په سفارت کې د دوو کارکوونکو له لورې د نړیوال قانون، په تیره بیا  د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون، خلاف فعالیتونو ته په پام سره، او دې ته په کتو چې د هغوی د ناقانونه کړنو له افشا کېدو څو اوونۍ تېرې شوې، خو د هغوی د چلند د سمولو او د ورته کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د فرانسې د حکومت له لوري هېڅ اقدام نه دی لیدل شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه دوه کسان نامطلوب عناصر پېژني او پر همدې اساس  ایران ته د هغوی پر داخلېدو بندیز  لګېږي.