په ایران کې د حماس استازی: اسرائیل د بشریت دښمن دی
په تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» استازي خالد قدومي ویلي، اسرائیل په فلسطین او ټوله سیمه کې ګڼ جنایتونه ترسره کړي او د ده په وینا، دغه رژیم خپلو هېڅ ژمنو ته ژمن نه دی پاتې شوی.
قدومي وویل، مقاومت به د خپلو مشرانو له ترور سره سره له خپلې لارې لاس وانخلي او ټینګار یې وکړ چې حماس لا هم په غزه کې د کورني مدیریت پر دوام ټینګار کوي.
هغه ادعا وکړه چې لویدیځوال پر ډیموکراسۍ باور نه لري او له منځګړو او د هوکړې له تضمینوونکو یې وغوښتل چې پر اسرائیل فشار راوړي.
د حماس استازي همداراز وویل چې وسله د اسرائیل پر وړاندې د مقابلې تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. د هغه په وینا، د فلسطین شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
قدومي ټینګار وکړ چې رسنۍ د پېښو د سم روایت او خلکو ته د حقایقو د رسولو په برخه کې مهم رول لري او باید نړۍ په فلسطین کې د اسرائیلو له کړنو خبره شي.
هغه د فلسطین لپاره د ایران د ملاتړ ستاینه هم وکړه.