د ایران دافع هوا د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177660-د_ایران_دافع_هوا_د_دښمن_۳۷۰_الوتونکي_هدفونه_ویشتي_دي
پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، د وروستیو جګړو او د امریکا او صهیونیستي رژیم د پراخو تېریو په اړه وویل چې د ایران د هوايي دفاع ځواکونو د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي او نسکور کړي  دي.
(last modified 2026-09-05T01:39:38+00:00 )
Sep 05, 2026 06:06 Asia/Kabul
  • د ایران دافع هوا د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي دي

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، د وروستیو جګړو او د امریکا او صهیونیستي رژیم د پراخو تېریو په اړه وویل چې د ایران د هوايي دفاع ځواکونو د دښمن ۳۷۰ الوتونکي هدفونه ویشتي او نسکور کړي  دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي دفاع د همغږۍ مرستیال، برید جنرال محمد صادقیان وویل: د ایران وسله‌والو ځواکونو د ۱۲ ورځنۍ جګړې له ارزښتناکو تجربو په استفادې سره، د خپلو ځواکونو د پیاوړتیاوو په سمه پېژندنه او د کمزوریو په له منځه وړلو سره، د هغې جګړې لپاره چې د کب میاشتې په نهمه نېټه رامنځته شوه، داسې پلان جوړ کړ چې له مخې یې د دښمن څه باندې ۳۷۰ الوتونکي هدفونه وویشتل.

هغه زیاته کړه: د دښمن الوتکې او بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې شوې؛ دا هغه څه وو چې د دښمن لپاره د باور وړ نه وو، ځکه هغوی فکر کاوه چې د پراخو بریدونو له لارې یې د جګړې په لومړۍ ورځ د ایران ټول هوايي دفاعي راډارونه له منځه وړي دي.

برید جنرال صادقیان زیاته کړه: په تېرو دوو ورځو کې هم د دښمن یوه ستراتیژیکه بې‌پیلوټه الوتکه د فارس خلیج په اوبو کې په نښه شوې ده.

هغه د دښمن د بې‌اساسه څرګندونو په غبرګون کې وویل: د امریکا او صهیونیستي رژیم د مشرانو په ټویټونو، څرګندونو او ویناوو کې د مطرح شویو ادعاوو اپوټه، د ایران وسله‌وال ځواکونه پیاوړي او په ټینګه ولاړ دي.