د تیلوبیه ۱۰۰ ډالرو ته نږدې شوه
Sep 09, 2026 12:37 Asia/Kabul
پارس ټوډې ـ د امریکا د تازه جنایتکارانه بریدونو او د ایران د قاطع ځواب په پایله کې، په نړیوالو بازارونو کې د نفت بیه له یو ډالر څخه زیاته لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۱۰۰ ډالرو ته نږدې شوه. د نفتو نړیوال بازار هم د منځني ختیځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره نږدې ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلی دی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې،د چهارشنبې ورځې د معاملاتو په لومړیو ساعتونو کې د برنټ خام نفتو د راتلونکو قراردادونو بیه ۱.۵۷ ډالر، چې د ۱.۶ سلنې معادل کېږي، لوړه شوه او په هر بېرل ۹۹.۴۹ ډالرو ورسېده.
همدارنګه، د «وست ټګزاس اینټرمیډیټ» یا WTI خام نفتو بیه هم ۱.۶۰ ډالر، چې د ۱.۷۲ سلنې معادل ده، لوړه شوه او په هر بېرل ۹۴.۶۳ ډالرو ورسېده.
ټیګونه