عراقچي: په مناسب وخت کې به د امریکايي تلفاتو شمېر افشا کړو
Sep 16, 2026 11:39 Asia/Kabul
پارس تودي ــ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه پیغام کې ولیکل: په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د تلفاتو واقعي کچه افشا کړو.
د پارس تودي د راپور له مخې،د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران د بېدفاعه والي په اړه د امریکايي چارواکو د بېاساسه ادعاوو په غبرګون کې په ایکس شبکې کې ولیکل:
ادعا: ایران بېدفاع دی.
واقعیت: د امریکا سلګونه پوځي اډې او پوځي تاسیسات په نښه او سخت زیانمن شوي او د امریکا لسګونه الوتکې سوځول شوې دي. (سرچینه: پنټاګون)
عراقچي زیاته کړه: دا یوازې د لوی شمېر یوه وړه برخه ده!
هغه ټینګار وکړ: په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د تلفاتو واقعي کچه افشا کړو؛ او د هغو کسانو لپاره به د شرم نښه پاتې شي چې په دروغو ادعا کوي ایران بېدفاع دی.
ټیګونه