عراقچي: په مناسب وخت کې به د امریکايي تلفاتو شمېر افشا کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178188-عراقچي_په_مناسب_وخت_کې_به_د_امریکايي_تلفاتو_شمېر_افشا_کړو
پارس تودي ــ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه پیغام کې ولیکل: په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د تلفاتو واقعي کچه افشا کړو.
(last modified 2026-09-16T07:10:13+00:00 )
Sep 16, 2026 11:39 Asia/Kabul
  •   عراقچي: په مناسب وخت کې به د امریکايي تلفاتو شمېر افشا کړو

پارس تودي ــ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه پیغام کې ولیکل: په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د تلفاتو واقعي کچه افشا کړو.

د پارس تودي د راپور له مخې،د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران د بې‌دفاعه والي په اړه د امریکايي چارواکو د بې‌اساسه ادعاوو په غبرګون کې په ایکس شبکې کې ولیکل:

ادعا: ایران بې‌دفاع دی.

واقعیت: د امریکا سلګونه پوځي اډې او پوځي تاسیسات په نښه او سخت زیانمن شوي او د امریکا لسګونه الوتکې سوځول شوې دي. (سرچینه: پنټاګون)

عراقچي زیاته کړه: دا یوازې د لوی شمېر یوه وړه برخه ده!

هغه ټینګار وکړ: په مناسب وخت کې به د امریکايي ځواکونو د تلفاتو واقعي کچه افشا کړو؛ او د هغو کسانو لپاره به د شرم نښه پاتې شي چې په دروغو ادعا کوي ایران بې‌دفاع دی.