د پاکستان د پوځ له قوماندان سره د عراقچي خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178252-د_پاکستان_د_پوځ_له_قوماندان_سره_د_عراقچي_خبرې_اترې
پارس تودی-  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له قوماندان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
(last modified 2026-09-17T09:05:13+00:00 )
Sep 17, 2026 13:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ له قوماندان سره د عراقچي خبرې اترې

پارس تودی-  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له قوماندان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د پارس تودی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په بېجینګ کې د پاکستان د پوځ له قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره ټیلیفوني خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې ټیلیفوني تماس کې د سیمې وروستي تحولات او د دواړو هېوادونو د علاقې وړ موضوعات تر بحث او مشورې لاندې ونیول شول.

عراقچي یوه ورځ مخکې هم په بېجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ‌یي سره لیدنه او خبرې کړې وې.