د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند:
د قطري منځګړو له لارې امریکایې لورې سره خبرې شوې
Sep 23, 2026 10:50 Asia/Kabul
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقائي
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په نیویورک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې د ایران او امریکا تر مینځ د مذاکراتو په اړه وویل: له امریکایي لورې سره خبرې د قطري مینځګړو له لارې تر سره شوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقائي په نیویورک کې له امریکایي لورې سره د ایراني پلاو د کتنې په باب وویل: ایراني پلاوي خپل شرطونه د مینځګړو په وسیله په ډېره زغرده او روښآنه توګه امریکایي لورې ته ورسول.
بقائي زیاته کړه: دغه خبرې ، په ټولو جبهاتو کې د جنګ بندون، د امریکا د یرغلیزو اقداماتو پای ته رسولو، د سمندري محاصرې او اقتصادي جګړې ختمولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادولږ په شمول د ایران د شرطونو د اعلانولو په هدف تر سره شوي.
ټیګونه