ولایتي: له صنعا نه تر نجف پورې د مقاومت جبهه یوه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178822-ولایتي_له_صنعا_نه_تر_نجف_پورې_د_مقاومت_جبهه_یوه_ده
پارس‌تودي- د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي‌اکبر ولایتي په یو پیغام کې ویلي، دښمن هڅه کوي په ډګر کې د خپلې ماتې د جبران لپاره د «ډګرونو یووالی» له دننه څخه له منځه یوسي.
(last modified 2026-09-26T06:46:22+00:00 )
Sep 26, 2026 11:14 Asia/Kabul
  • ولایتي: له صنعا نه تر نجف پورې د مقاومت جبهه یوه ده

پارس‌تودي- د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي‌اکبر ولایتي په یو پیغام کې ویلي، دښمن هڅه کوي په ډګر کې د خپلې ماتې د جبران لپاره د «ډګرونو یووالی» له دننه څخه له منځه یوسي.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، علي‌اکبر ولایتي د جمعې په ماښام په دغه پیغام کې لیکلي: «نن په نجف کې دغې تفرقې خپل مخ ښکاره کړ او هغه هوايي ډګر چې د امیرالمؤمنین (ع) د مینه‌والو د زیارت دروازه وه، وتړل شو.»

د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار د عراق لومړي وزیر ته په خطاب کې لیکلي: «ښاغلیه  الزیدي! مشروعیت له واشنګټن څخه نه راځي؛ بلکې د نجف له خاورې او د شهیدانو له وینو څخه راځي. "الاطار" هغه چوکاټ چې د مقاومت له باور او د شهیدانو له وینو څخه ټینګ شوی، نن یې چوپتیا د واک پر دېوال یو تش چوکاټ دی؛ خو باید پوه شي چې هغه ډګرونه چې په وینو سره تړل شوې دي، په دسیسو سره نه شي بېلېدای.»

ولایتي ټینګار کړی: «له صنعا تر نجف پورې د مقاومت جبهه یوه ده.»