هرمز تنګي د سپاه لپاره د امریکايي وسایلو د ښکار ځای دی
پارس ټوډی - د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ویاند په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: هرمز تنګی نه یوازې پرانیستی نه دی، بلکې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک لپاره د امریکايي اوبو لاندې وسایلو د ښکار ځای دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د سپاه پاسداران ویاند سردار حسین محبي د یکشنبې په شپه په دې پیغام کې زیاته کړې: «دویم ښکار هم ونیول شو، دا ځل Mk 18 Mod 2 Kingfish؛ یو پرمختللی، خپلواکه فعالیت کوونکی AUV دی چې د اوبو لاندې د دقیقې سمندري لارموندنې سیستمونه لري او څو میلیونه ډالره ارزښت لري، دا یوازې ښکار نه دی؛ بلکې ټکنالوژیک او استخباراتي غنیمت دی.»
له بلې خوا، اېنبيسي د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ایران له لوري په هرمز تنګي کې پر یوې امریکايي بېړۍ د توغندیز برید له امله د دغه هېواد اته سمندري ځواکونه ټپیان شوي دي.
ایراني پوځي چارواکو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، هغه بېړۍ چې له اجازې پرته د هرمز تنګي د تېرېدو هڅه وکړي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو له اقدام سره به مخ شي.