د امریکا پر اقتصاد د ایران د فشار وسیلې
-
محمدباقر قالیباف، د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، چې ادعا یې کړې وه د ایران اقتصاد به په راتلونکو دوو اوونیو کې ړنګ شي، د امریکا پر اقتصاد د ایران د فشار د اهرمونو په اړه څرګندونې وکړې.
د پارس ټوډی د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې په خپل شخصي حساب کې د بسنت د نازک وضعیت په تشریح کې لیکلي چې د امریکا حکومت په تېر وخت کې د نږدې صفر سلنې سود په کچه ډېر پورونه اخیستي وو؛ اوس د دغو پورونو د بېرته ورکولو وخت رارسېدلی او حکومت اړ دی چې د هغو د تصفیې لپاره یو ځل بیا په ډېره لوړه سودي کچه نوي پورونه واخلي.
هغه زیاته کړه: له بلې خوا، د بانډونو د پېرېدونکو توان او ظرفیت هم په پرلهپسې توګه کمېږي. د بېلګې په توګه، د امریکا د بانډونو لوی پېرېدونکي، لکه چین او جاپان، د نویو بانډونو پېرلو یا د پخوانیو بانډونو ساتلو ته لږه لېوالتیا ښيي او له همدې امله د بانډونو د عاید کچه د لوړېدو په حال کې ده.
قالیباف بسنت ته یادونه کړې چې د هرمز تنګي د تړلي ساتلو او د انرژۍ د بیو د لوړې ساتلو په برخه کې د ایران رول، او همدارنګه د بانډونو د عاید د کچې پر زیاتېدو اغېز، د امریکا د خزانې وزارت له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ کړی او د هغه ټولې ستونزې یې لا پسې سختې کړې دي؛ په بل عبارت، امریکایان به تر هغه چې دغه ستونزې د ایران د ملت د حقونو د درناوي له لارې حل نه کړي، پر دغو اقتصادي ستونزو د بریالي کېدو توان ونه لري.
هغه وویل: د امریکا د حکومت د ۳۰ کلنو بانډونو د سود کچه تېره ورځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده او د اوسني بهیر په دوام سره د ۱۹۹۰مو کلونو او له هغې مخکې د کلونو د سود کچو ته د بېرته ستنېدو احتمال شته.
قالیباف په خپل پوسټ کې د ډیویډ زرووس (David Zervos) له انځور څخه هم استفاده کړې، چې تېره ورځ د بسنت د نوي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.
هغه په عجیبې او غیرمعمولي څرګندونو مشهور دی، د بېلګې په توګه، هغه څو کاله وړاندې ادعا کړې وه چې تر هغه به خپل سر او مخ ویښتان نه خریي او نه به یې اصلاح کوي، څو چې فدرال ریزرو د سود کچه راټیټه کړي! د بسنت د سلاکار په توګه د زرووس ټاکنه د مالي بازارونو د فعالانو له لوري د ټوکو او ملنډو موضوع ګرځېدلې ده.