د رضايي خبرداری: د غزې له قصاب څخه مېلمهپالنه مه کوئ
Oct 01, 2026 09:24 Asia/Kabul
پارس ټودی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د غزې له قصاب څخه مېلمهپالنه به مثبتې پایلې ونه لري.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صدا او سیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، تورن جنرال محسن رضايي، په خپله ټولنیزه رسنۍ پاڼه کې متحده عربي اماراتو ته په خطاب کې لیکلي: «لکه څنګه چې ستاسو لپاره د امریکا د پوځي اډو مېلمهپالنې امنیت نه دی راوړی، د غزې له قصاب څخه مېلمهپالنه به هم مثبتې پایلې ونه لري.»
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی: «له وروستۍ جګړې درس واخلئ، د جګړې له پیلولو لاس واخلئ او د ایراني ټاپوګانو په اړه له بېبنسټه ادعاوو کولو ډډه وکړئ!»
ټیګونه