په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هېوادونو چمتووالی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179384-په_نړیوالو_قرآني_سیالیو_کې_د_ګډون_لپاره_د_۴۰_هېوادونو_چمتووالی
د ایران د اوقافو سازمان د قرآني چارو د مرکز رئیس خبر ورکړی چې شاوخوا ۴۰ هېوادونو په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او ویې ویل: د دغو سیالیو حضوري ترسره کېدل به په راتلونکو شرایطو پورې تړلي وي.
(last modified 2026-10-05T09:09:42+00:00 )
Oct 05, 2026 13:38 Asia/Kabul
  • په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هېوادونو چمتووالی

د ایران د اوقافو سازمان د قرآني چارو د مرکز رئیس خبر ورکړی چې شاوخوا ۴۰ هېوادونو په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او ویې ویل: د دغو سیالیو حضوري ترسره کېدل به په راتلونکو شرایطو پورې تړلي وي.

ایران له څو لسیزو راهیسې په دغه هېواد کې د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ جوړوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن کریم ۴۱مه نړیواله سیالي د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په مشهد کې ترسره شوې وه او د ۲۷ هېوادونو ۵۷ قاریانو او حافظانو پکې ګډون کړی و.