سرلښکر عبداللهي: نوې جګړه به د ټولو لمن ونیسي
پارس ټوډی - د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان خبرداری ورکړی: که پر ایران نوې جګړه پیل شي، اور به یې ټول راګیر کړي.
پارس ټوډی د صدا او سیما خبري اژانس په حواله خبر ورکړی، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان، سرلشکر علي عبداللهي، ویلي چې د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران تپل شوې جګړې له ماتې سره مخ شوې دي.
هغه وویل: «د امریکا خبیث ولسمشر او د صهیونیستي جنایتکارې ډلې مشر په بېلابېلو برخو کې له جدي بحرانونو سره مخ دي او یو ځل بیا هڅه کوي چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د هڅې د ستر دروغ په پلمه، پر ایران د نوې جګړې پیل کوونکي شي.»
سرلشکر عبداللهي د خپلو څرګندونو په تشریح کې پر لاندې ټکو ټینګار وکړ:
۱- د ایران ملت چې څو زره کلن تمدني سابقه لري، تل د ظلم پر ضد او د عدالت غوښتونکی پاتې شوی او د هېڅ ظالم پر وړاندې به شاتګ ونه کړي.
۲- صهیونیستي رژیم د محاسبې د تېروتنې له امله پر ایران ۱۲ ورځنۍ جګړه او د رمضان جګړه پیل کړې، خو د ایران د وسلهوالو ځواکونو د پیاوړو بریدونو له امله یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده. دغه رژیم نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د ځواکمن ایران پر وړاندې د مقابلې توان لري.
۳- د امریکا ځانغوښتونکی ولسمشر دې پوه شي چې ایران د امریکا د کانګرس د ټاکنو پایلو ته انتظار نه کوي او د ایران پر وړاندې د هر ډول اقدام په صورت کې به د ایران وسلهوال ځواکونه سمدستي او له هېڅ محدودیت پرته د امریکا ګټې په نښه کړي.
۴- د سیمې هغه هېوادونه چې د امریکا کوربه دي، باید پوه شي چې د ناامنۍ اصلي عامل په سیمه کې د امریکا د پوځ حضور دی او که نوې جګړه پیل شي، اور به یې ټول راګیر کړي.
۵- نړیوالو سازمانونو، په ځانګړي ډول د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبرداری ورکوو چې د پسه په جامه کې د لېوه له رول لوبولو ډډه وکړي.
نوموړي په پای کې ټینګار وکړ: «اسلامي ایران تر بل هر وخت پیاوړی دی، د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري او د الهي بریا هیله لري.»