د ۲۰۲۷والیبال نړیوال جام؛ایران د نړۍ د ۳۲سترو لوبډلوبرخه شو
پارستودي ـ د نړیوال والیبال فیډریشن د پرېکړې له مخې، د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام به د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
د پارستودي د راپور له مخې، د ۲۰۲۷ کال د نارینهوو د والیبال نړیوال جام د ۳۲ ګډون کوونکو لوبډلو وروستی نوملړ مشخص شوی او د ایران د والیبال ملي لوبډله هم د هغو لوبډلو په ډلې کې شامله ده چې راتلونکی کال به په پولینډ کې د نړیوالې اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ به د ۲۰۲۷ کال په ستمبر میاشت کې ترسره شي او ۳۲ لوبډلې به د دغو سیالیو په نوي فورمټ کې د دویم ځل لپاره له یو بل سره مخامخ شي.
د ایران د والیبال ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ کال کې په فوکوئوکا ښار کې د نارینهوو د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د دویم مقام په ترلاسه کولو سره د آسیا له درو ونډو یا سهمیو څخه یوه ترلاسه کړه.
جاپان د اتلولۍ په ګټلو او سویلي کوریا د برونزو مډال په ترلاسه کولو سره، دوه نورې آسیائي لوبډلې دي چې د ۲۰۲۷ کال په نړیوال جام کې به ګډون وکړي
په دې توګه، د ایران د والیبال نارینه لوبغاړي به په ۲۰۲۷ کال کې د نړۍ د ۳۲ غوره لوبډلو په ډلې کې د والیبال د نړۍ د یوه له مهمو عنوانونو څخه د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
دغه سیالي به، د نړیوال جام پر اتلولۍ سربېره، د درو لوبډلو لپاره د ۲۰۲۸ کال د لاسانجلس المپیک لوبو ته د مستقیم تګ زمینه هم برابره کړي.