پزشکیان: په سیمه کې حقیقي څو اړخیزه پالنې ته ضرورت لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179662-پزشکیان_په_سیمه_کې_حقیقي_څو_اړخیزه_پالنې_ته_ضرورت_لرو
پارس ټوډې-د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو (CIS) د مشرانو په غونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه د ایران په لومړي ګډون کې، په سیمه کې پر رښتینې څو اړخیزې همکارۍ په اړتیا باندې ټینګار سره، د ټرانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ او کلتوري همکاریو د پراختیا لپاره د «CIS+1» میکانېزم د جوړولو وړاندیز وکړ.
(last modified 2026-10-09T23:16:10+00:00 )
Oct 10, 2026 03:44 Asia/Kabul
  • پزشکیان: په سیمه کې حقیقي څو اړخیزه پالنې ته ضرورت لرو

پارس ټوډې-د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو (CIS) د مشرانو په غونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه د ایران په لومړي ګډون کې، په سیمه کې پر رښتینې څو اړخیزې همکارۍ په اړتیا باندې ټینګار سره، د ټرانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ او کلتوري همکاریو د پراختیا لپاره د «CIS+1» میکانېزم د جوړولو وړاندیز وکړ.

پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس په قول  راپور ورکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په خپله وینا کې وویل، زموږ سیمه تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري چې د جنګ، کړکیچونو، بهرنیو فشارونو او د اقتصادي او ارتباطي لارو د ګډوډۍ پر وړاندې مقاومت وکړي.

په دې لاره کې بریالیتوب تر هر څه ډېر د سیمې د وړتیاوو له یو بل سره په وصلولو سره ترلاسه کېدای شي.

هغه ټینګار وکړ چې زموږ ګډې ګټې د لارو په سیالۍ کې نه، بلکې د هغو په نښلولو کې دي.

د منځنۍ اسیا لپاره د ایران اسلامي جمهوریت یوازې یو شریک نه دی، بلکې د منځنۍ اسیا او اوراسیا د ازادو اوبو له سیمو سره د وصل کولو یوه طبیعي لاره ده.

د فارس خلیج او عمان سمندرګي په سواحلو کې د ایران جنوبي بندرونه، په ځانګړي ډول چابهار بندر، کولای شي دا سیمه له جنوبي اسیا، افریقا او بیا اروپا سره وصل کړي.

پزشکیان زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت ځان د سیمې د یو بل سره تړلې جغرافیې یوه طبیعي برخه ګڼي.

 دا اړیکه یوازې جغرافیایي نه ده، بلکې په تاریخ، کلتور، تمدن او د خلکو ترمنځ په اړیکو کې هم جرړې لري.

هغه وویل، له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت وړاندیز کوي چې د «خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو + ایران» یا «CIS+1» چوکاټ د خبرو اترو او ملګرتیاو لپاره د یوه انعطاف منونکي او اغېزشیندونکِ میکانېزم په توګه جوړ شي، څو وکولای شو د ټرانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ، کانونو، پانګونې، ټیکنالوژۍ، اوبو او چاپېریال، ټوریزم او  د علمي او کلتوري اړیکو په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې کړو.

پزشکیان همداراز ټینګار وکړ چې نن ورځ موږ یوازې د انزوا او یا پر نورو د تکیې ترمنځ د انتخاب له ستونزې سره نه یو مخامخ، بلکې باید خپلې وړتیاوې له یو بل سره وصل کړو، څو هر هېواد وکولای شي د خپلې خپلواکۍ او ملي انتخابونو په ساتلو سره، د دې ګډې جغرافیې له ګټو برخمن شي.

هغه څرګنده کړه: «موږ د بېلتون پر ځای له یوبل سره وصل کیدل، د ستړې کوونکې سیالۍ پر ځای ملګرتیا، د یو اړخیزې تکیې پر ځای متقابلې اړتیاوې، او د ګواښ پر بنسټ د امنیت پر ځای د باور او ګډو ګټو پر بنسټ امنیت غواړو.»