په هرمزتنګي کښې له ناکامۍ وروسته د امریکا د پوځ بدمرغي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179806-په_هرمزتنګي_کښې_له_ناکامۍ_وروسته_د_امریکا_د_پوځ_بدمرغي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د مشر استازی او د ملي امنیت د لوړې شورا منشي تورن جنرال محسن رضايي، په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل ډونالډ ټرمپ د هرمز اوبلارې په پرانیستلو کې د امریکا د سمندري ځواک له ناکامۍ وروسته قاچاق ته مخه کړې ده.
(last modified 2026-10-12T04:45:12+00:00 )
Oct 12, 2026 05:58 Asia/Kabul
  • په  هرمزتنګي کښې له ناکامۍ وروسته د امریکا د پوځ بدمرغي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د مشر استازی او د ملي امنیت د لوړې شورا منشي تورن جنرال محسن رضايي، په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل ډونالډ ټرمپ د هرمز اوبلارې په پرانیستلو کې د امریکا د سمندري ځواک له ناکامۍ وروسته قاچاق ته مخه کړې ده.

محسن رضايي لیکلي چې ټرمپ د ایران د نیولو په خیال کې و او د نتانیاهو په دوکه کېدو سره یې د بشري تاریخ تر ټولو احمقانه جنګ پیل کړ.

هغه زیاته کړې، ټرمپ اوس د هرمز تنګي په پرانیستلو کې د امریکا د سمندري ځواک له ناکامۍ وروسته قاچاق ته مخه کړې ده.

رضايي ټینګار کړی چې د امریکا پوځ تر دې مخکې هېڅکله له داسې بد حالت سره نه و مخ شوی.