بقایی: مطلقا هیڅ ګوزار بې ځوابه نه پریږدو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i180372-بقایی_مطلقا_هیڅ_ګوزار_بې_ځوابه_نه_پریږدو
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې امریکا ایران ته پیغام ورکړی دی د حملې نیت لري
(last modified 2026-10-21T09:49:46+00:00 )
Oct 21, 2026 13:53 Asia/Kabul

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې امریکا ایران ته پیغام ورکړی دی د حملې نیت لري

او په تیره بیا په کوه کلنګ باندې او دغه غوښتنه یې هم کړې ده چې ایران د امریکا برید ته ځواب ورنکړي چې فضا ارامه شي. دغه ادعا ته د تاسو ځواب څه دی؟» وویل: تاسو باور کوئ؟باور کوئ امریکا ووايي« زه برید کوم او تاسو چپ پاتې شئ» او مونږ هم دغه خبره واورو او ویې منو؟

ډیر وخت مخکې مو ویلي وو ګوزار وکړه او وتښته پړاو پاې ته رسیدلی دی.که چیرې هغه وخت دغه دریځ اعلان شو، مونږ په دغو دوو کلونو کښې په عمل کښې هم ښودلې ده چې مطلقا  هیڅ ګوزار بې ځوابه نه پریږدو. که چیرې زمونږ ځواب ډیر محکم نه وي په پریکنده توګه به هماغه اندازه ځواب ورکړو.

پردې اساس دغه ادعاګانې د هغو خیالونو برخه دي چې مطرح کړي یې دي او تاسو ټول پوهیږئ چې دا یوازې یوه ادعا ده.