لاریجانی وویل:په اسلام کښې بشری حقوق یوه محوری مسئله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i20179-لاریجانی_وویل_په_اسلام_کښې_بشری_حقوق_یوه_محوری_مسئله_ده
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې مشر وویل، بشری حقوق د ټولو الهی دینونو په تېره بیا د اسلام لپاره یوه محوری مسئله ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2016 09:48 Asia/Kabul
  • لاریجانی وویل:په اسلام کښې بشری حقوق یوه محوری مسئله ده

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې مشر وویل، بشری حقوق د ټولو الهی دینونو په تېره بیا د اسلام لپاره یوه محوری مسئله ده.

زمونږ د خبریال د رپوت له مخې آیت الله صادق آملی لاریجانی په تهران کښې ((اسلامی بشری حقوق او انسانی کرامت)) نومې سیمینار کښې دې ته په اشارې سره چې په نننۍ نړۍ کښې د بشری حقوقو مسئله د نظری او عملی آثارو له لحاظه ډېر اهمیت لری وویل،په دنیا کښې له نظری لحاظه په دې باره کښې زیات ارزښتناک کارونه ترسره شوی او سیاسی مسائلو ته هم داخل شوی دی.

هغۀ څرګنده کړه، د مسلمانانو لپاره بشری حقوق یو بنیادی بحث دے او نه یوازې په نظری اصولو کښې بلکه د انسان پېژندنې، نړۍ پېژندنې او خداے پېژندنې له جوړښتی لحاظه هم د بشر حق یو خاص مقام لری.

آملی لاریجانی د دې په بیانولو سره چې واقعی حق او بشری حق پکار دی بنیادی او اساسی کارونه وګرځی وویل، د بشری حقوقو د کمېټۍ یو کار دا دے چې له اسلامی او غېر اسلامی متفکرانو مرسته واخېستل شی او د بشر حق او غېر حق مشخص کړې شی.

-----------