اسلامی ایران دبشری حقوقو په منافقانه خبرواترو کې ګډون نه کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i29812-اسلامی_ایران_دبشری_حقوقو_په_منافقانه_خبرواترو_کې_ګډون_نه_کوی_.
دایران دبشری حقوقو دکمیشن مشر دسیمې په ځینو عربی هیوادونو کې دبشری حقوقو په خلاف ورزیو په نیوکو سره زیاته کړې ، اسلامی ایران په سیمې کې ددیموکراسۍ داجرا بیلګه هیواد دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 26, 2016 16:31 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دبشری حقوقو  په منافقانه خبرواترو کې ګډون نه کوی .

دایران دبشری حقوقو دکمیشن مشر دسیمې په ځینو عربی هیوادونو کې دبشری حقوقو په خلاف ورزیو په نیوکو سره زیاته کړې ، اسلامی ایران په سیمې کې ددیموکراسۍ داجرا بیلګه هیواد دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  دایران د اسلامی جمهوریت دقضایه قوې دبشری حقوقو دکمیشن مشر محمدجوادلاریجانی نن په تهران کې  دقاضیانو، قضائی چارو کارپوهانو او دپولیسو دلوړپوړو  چارواکو په شتون سره  د ایران دپولیسو دنړیوالو چارو  په باب په پنځمې غونډې  کې پخپلې وینا کې   دې ته په اشارې سره چې  چې  دبشری حقوقو په زمینې کې د  اروپائی اتحادئې  په یواړخیزو کړنو کې  هیڅ  بدلون  نه دی لیدل شوی  وویل ،  ترهغه وخته چې  اروپا   په برلاسه ،یواړخیز او منافقانه او تپونکی انداز سره  له ایران سره    دخبرواترو کول غواړی ،نو ایران به هیڅکله هم  دغه شان خبرواترو ته تیار نشی .

 هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  اسلامی ایران  به د بشری حقوقوپه باب خبرواترو  ته له واریدیدا  مخکې  خپل چوکاټ  مشخص کړی  وویل ،  دوی حق نه لری خپل سری  او بې لارې  نظام  پر ایران وتپی ،باید فکری ډولوالی په رسمیّت وپیژنی

 دایران دبشری حقوقو دکمیشن مشر   دسیمې په ځینو  عربی  هیوادونو  کې  دبشری حقوقو په خلاف ورزیو په نیوکو سره   زیاته کړې ،  اسلامی  ایران   په سیمې کې  ددیموکراسۍ  داجرا بیلګه هیواد دی .

محمد جواد لاریجانی  همداراز د دې خبرې په کولو سره چې  له ایران سره دلودیځ مشکل  په نورو اسلامی هیوادونو   کې   په یوه حکومتی رول ماډل  داسلامی ایران  د نظام په بدلیدو  ویره لری  وویل ، دوی له دې چې   ددیموکراسئ دغه ماډل  په ایران کې داسلامی  عقلانیّت  په چورلیزتوب سره  ځواب ورکړی او   په نړۍ کې  دایران د ودې او پرمختګ لامل شوی دی ، ویره او وحشت لری  اوپه دې اندیښمن دی چې   دا  دنړۍ دنورو  هیوادونو لپاره  پّ رول ماډل بدلیږی  او  نو ځکه  په بیلابیلو پلمو سره  پر ایران یرغلونه کوی  خو هیڅ به په لاس ورنشی .