بهرام قاسمی وایی، انګلستان نشی کولئ، د بشری حقوقو ادعا وکړی
Jan 25, 2017 12:39 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: انګلستان د بشری حقوقو پخپلې تورې کارنامې سره په نړۍ کښې د بشری حقوقو د ساتنې ادعا نشی کولئ.
بهرام قاسمی نن په ایران کښې د بشری حقوقو د حالاتو په هکله د انګلستان د خارجه چارو د مرستیال وزیر جویس انلی د مداخله غواړو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د جویس انلی غلطې لمسونکې او مداخله غواړې څرګندونې د پخوا په شان له ناباوری سرچینو اخیستل شوې او مردودې، بې اساسې او غندلې دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران د ایرانی ښاریزو پر خلاف د بشری حقوقو د بې اساسو ادعاګانو مطرح کیدل په خپلو کورنیو چارو کښې لاس وهنه او د نه منلو وړ بولی.
ټیګونه