دایران لپاره دبشری حقوقودرپورټر ټاکل او یوغیرقانونی اوسیاسی اقدام
دایران لپاره دبشری حقوقو دځانګړي رپورټر منصوبیدا یو سیاسی او غرضي اقدام دی او دغه منصوبیدا په بشپړ ډول دبشری حقوقو دملاتړ اولوړاوي لپاره دملګرتیا له اصل سره په ټکر کې دی .
دایران دبشری حقوقو دکمیشن دنړیوالو قضائي ملګرتیاؤ او چارو مرستیال کاظم غریب آبادي په جینوا کې دملګروملتو دبشری حقوقو دشورا په څلوردیرشمې غونډې کې په دې موضوع په ټينګار سره روښانه کړې ده، ایران په سیمې کې یوې داسې خورا سترې دیموکراسئ لرونکی دی چې داسلام په پاک دین ،تاریخ او د ټولنې په کلتور کې ریښه لري او پر اسلامی عقلانیّت مشمتل دی
دایران دقضایه دبشری حقوقو دکمیشن د نړیوالو چارو مرستیال زیاته کړې ، نوي رپورټرې عاصمه جهانګیر له بده مرغه په ایران کې دبشری حقوقو په بریاؤ او پرمختګونو سترګې پټې کړي او راپور کې په بې اساسه ادعاګانو برابر کړی اوتکراری دی .
دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ویئلي دي ، هغه راپورونه چې دځانګړي رپورټر په وسیله برابریږي ، دځينو خاصو هیوادونو په غرضونو او سیاسی موخو مشتمل وي .
په همدې دلیل ایران دا ، په رسمیّت نه پيژني . ددغه ډول راپورونو موخه د بشری حقوقو په شورا کې د یوشمیر هیوادونو په لارښونې سره په ایران کې دبشري حقوقو دوضعیت بد ښکاره کول دي . په داسې حال کې د دغه شان کړچار ډير ملاتړي او راپورته کونکي هیوادونه پځپله د بشری حقوقو دبې شمیره مشکلاتو او ستونزو راپورته کونکي او لاملونه دي .دایران دبشری حقوقو په یوه راپور کې یوه نیوکه کونکي موضوع، دنشه ایزو توکو د قاچاقبرو د پانسي کولو موضوع ده . دغه نشه ایز مواد،دایران په ختیځي ګاونډیو هیوادونو کې تولیدیږي یعني په هغو ځایونو کې چې ناټو او امریکائي ځواک پکې شتون لري . دایران اسلامی جمهوریت په حقیقت کې دنشه ایزو موادو دقاچاق خنډ کیږي او له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په ارتباط په کال کې په سلګونو شهیدان وړاندې کوي . شک نشته چې دایران د اسلامی جمهوریت لپاره دبشری حقوقو د رپورټر منصوبیدا یو داسې سیاسی او غرضي اقدام دی چې دلوديځ په وسیله پر اسلامی ایران ددباؤ لپاره دیوه اړم په توګه ترې استفاده کیږي .
دایران اسلامی جمهوریت یوداسې هیواد دی د دیموکراسۍ په اساس اداره کیږي او رپورټر ته هیڅ اړتیا نه لري . په ایران کې دیموکراسي له ډيرو هیوادونو سره په پرتله کې له لوړ حیثیته برخمنه ده . رپورټر باید دهغه هیواد لپاره وټاکل شي ،چې په دیکتاتورۍ او ساډوبۍ کې دي . دغه دوه ګوڼی چلند اونظر ښئ چې دملګروملتو دبشری حقوقو پر شورا غیر حقوقي معیارونو سیوری غوړولی دی . حال دا چې ایران له کوم خاص رپورټر یا کس سره څه مشکل نه لري او حتی په لوړه سویه ورسره ملګرتیا کوي ، اصلي موضوع دایران لپاره دځانګړي رپورټر دټاکنې ماهیّت او څرنګوالی دی . په داسې حال کې چې دایران او ځينو نورو هیوادونو په شان هیوادونو ته نظر او کتنه ښئ چې که دځانګړي رپورټر دټاکلو ضرورت وي ، نو داسې ډير هیوادونو په لومړنۍ کرښې کې دي ، خو له دغه بهیره مستثنی دي .