په سیمې کې دایران عقلانی چلند دایران دملت دعزت لامل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i44270-په_سیمې_کې_دایران_عقلانی_چلند_دایران_دملت_دعزت_لامل_شوی
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی پرون مازدیګر دپارلیمان دکارکونکو په ټول کې پخپلې وینا کې دایران دایټمی موافقې په باب وویل ، ایټمی وسلو ته دایران درسیدا مدعی هیوادونو سره موافقه لامل شوې څو ایټمی ټیکنالوجی وساتل او په دې زمینې کې څیړنې هم دوام ولرل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2017 00:40 Asia/Kabul
  • په سیمې کې  دایران عقلانی چلند  دایران دملت دعزت لامل شوی

زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی پرون مازدیګر دپارلیمان دکارکونکو په ټول کې پخپلې وینا کې دایران دایټمی موافقې په باب وویل ، ایټمی وسلو ته دایران درسیدا مدعی هیوادونو سره موافقه لامل شوې څو ایټمی ټیکنالوجی وساتل او په دې زمینې کې څیړنې هم دوام ولرل شی .

 ډاکټر لاریجانی  وویل ،  هغه فیصله چې   دایټمی موافقې په باب  دایران حکومت  ،پارلیمان او د دهغو په سر  داسلامی انقلاب  معظم لارښود کړې ،  یوه ډیره هوښیاره ،دقیقه  او   په سټراټیژیکو  مسئلو کې   ډیره سمه  فیصله  ده .

 هغه  په مینځنی ختیځ کې  د شخړو اودترهه ګرو ډلو  رامینځة کول  دامریکا اواصهونیسټ رژیم یوه ښکاره نقشه وبلله او ورښانه  ئې کړه ،   دسیمې داسلامی هیوادونو تیت پرکوالی  اونفاق  دصهونیسټ رژیم  لپاره دسااخستو لپاره  سمه فضا اوښه شرائط برابرکړی دی .

  داسلامی شورا مشر دې خبرې ته په اشارې سره چې  د داعش  دمصرف دنیټې   په ختمیدو سره به ،   په سیمې کې  نوره  ترهه ګرې ډلې  مطرح شی ،  وویل ، امریکا او صهونیسټ رژیم  باوری دی  په سیمې  کې ترهه ګر داسلامی هیوادونو دانرژۍ  د له مینځه وړلو لامل شوی  او  په همدې علت باید  دغه بهیرونه  پیاوړی  شی .

 علی لاریجانی  همدرااز  په  سیمې کې د ایران سیاست  یوه منطقی اوسمه سټراټیژی وبلله او  ټینګار ئې وکړ ، په دې علت چې   د ایران  منطقی چلند  په سیمې کې  پلویان لری ،  امریکا اولویدیځ   ایران  له ترهه ګرو  سره په ملګرتیا اوملاتړ تورنوی .