په سیمې کې دایران عقلانی چلند دایران دملت دعزت لامل شوی
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی پرون مازدیګر دپارلیمان دکارکونکو په ټول کې پخپلې وینا کې دایران دایټمی موافقې په باب وویل ، ایټمی وسلو ته دایران درسیدا مدعی هیوادونو سره موافقه لامل شوې څو ایټمی ټیکنالوجی وساتل او په دې زمینې کې څیړنې هم دوام ولرل شی .
ډاکټر لاریجانی وویل ، هغه فیصله چې دایټمی موافقې په باب دایران حکومت ،پارلیمان او د دهغو په سر داسلامی انقلاب معظم لارښود کړې ، یوه ډیره هوښیاره ،دقیقه او په سټراټیژیکو مسئلو کې ډیره سمه فیصله ده .
هغه په مینځنی ختیځ کې د شخړو اودترهه ګرو ډلو رامینځة کول دامریکا اواصهونیسټ رژیم یوه ښکاره نقشه وبلله او ورښانه ئې کړه ، دسیمې داسلامی هیوادونو تیت پرکوالی اونفاق دصهونیسټ رژیم لپاره دسااخستو لپاره سمه فضا اوښه شرائط برابرکړی دی .
داسلامی شورا مشر دې خبرې ته په اشارې سره چې د داعش دمصرف دنیټې په ختمیدو سره به ، په سیمې کې نوره ترهه ګرې ډلې مطرح شی ، وویل ، امریکا او صهونیسټ رژیم باوری دی په سیمې کې ترهه ګر داسلامی هیوادونو دانرژۍ د له مینځه وړلو لامل شوی او په همدې علت باید دغه بهیرونه پیاوړی شی .
علی لاریجانی همدرااز په سیمې کې د ایران سیاست یوه منطقی اوسمه سټراټیژی وبلله او ټینګار ئې وکړ ، په دې علت چې د ایران منطقی چلند په سیمې کې پلویان لری ، امریکا اولویدیځ ایران له ترهه ګرو سره په ملګرتیا اوملاتړ تورنوی .