د درې سوه کانټینرونو لرونکې وړومبنۍ هندی کیشتۍ چابهار بندر ته راورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48330-د_درې_سوه_کانټینرونو_لرونکې_وړومبنۍ_هندی_کیشتۍ_چابهار_بندر_ته_راورسېده
د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د بندرونو او سمندری چارو عمومی مدیر وویل: د هند وړومبنۍ کیشتۍ له درې سوه کانټینرو سامانونو سره چې وریجې پکښې شاملې دی د چابهار شهید کلانتری بندر ته رارسېدلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2017 03:06 Asia/Kabul
  • د درې سوه کانټینرونو لرونکې وړومبنۍ هندی کیشتۍ چابهار بندر ته راورسېده

د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د بندرونو او سمندری چارو عمومی مدیر وویل: د هند وړومبنۍ کیشتۍ له درې سوه کانټینرو سامانونو سره چې وریجې پکښې شاملې دی د چابهار شهید کلانتری بندر ته رارسېدلې ده.

بهروز آقائی پرون له اېرنا سره په مرکه کښې وویل: ایرانی او بهرنی سوداګر کولې شی له هندوستان څخه نېغ په نېغه خپل سامانونه په جابهار کښې خالی او ډک کړی.

هغه زیاته کړه له هندوستان څخه چابهار بندر ته د سامانونو نېغ په نېغه تبادله په هر څلوېښت فوټی کنټینر کښې دوه نیم سوه ډالر بچت لری او له هندوستانه چابهار بندر ته د هر څلوېښت فوټی کانټینر د وړلو سمندری لګښت پینځه سوه ډالره کمښت پېدا کوی.

هغه تاکید وکړ چې د نېغ په نېغه لارې جوړېدل د فارس خلیج د هېوادونو ترمېنځ د سامانونو ځاے پرځاے کول د دغې سیمې له ودې او ترقۍ سره زیاته مرسته کولې شی.