ظریف: ترهه ګرو د ډېموکرېسۍ مرکز په نښه کړے دے
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ، په تهران کښې د چارشنبې د ورځې ترهه ګر اقدامات د ډېموکرېسۍ په مرکز حمله ده.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظریف نن سهار په خپله ټوئیټر پاڼه کښې دې ته په اشارې سره چې مستبد واکمنان له ډېموکرېسۍ متنفره دی زیاته کړه: د هغوی تالی څټو د ډېموکرېسۍ په هغه مرکز حمله کړې ده چې مستبدان ترې کرکه لری.
ظریف د دې په بیانولو سره چې د ترهه ګرۍ ملاتړی مستبد واکمنان ګواښ کوی چې جنګ به د ایران خاورې ته راوړی زیاته کړه د هغوی تالی څټی په داسې ځاے حمله کوی چې باداران یې ترې زیاته کرکه لری یعنې د ډېموکرېسۍ مرکز.
د سعودی د دفاع وزیر محمد بن سلمان د مۍ په دویمه نېټه د داعش په شمول د ریاض ترملاتړ لاندې د ترهه ګرو په مقابل کښې د مقاومت د محاذ له کامیابیو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف په غلیمانه څرګندونو کښې وویل: سعودی به د جنګ لمن د ایران خاورې ته دننه وغزوی.