قاسمی: د ریاض غونډې مخرب نتائج ولرل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i49762-قاسمی_د_ریاض_غونډې_مخرب_نتائج_ولرل
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له قطر سره د سعودی، اماراتو، بحرېن او مصر د سفارتی تعلقاتو ختمولو ته په اشارې سره وویل: هغو مسائلو چې د تېرې مۍ په یویشتمه نېټه د ریاض له غونډې وروسته رامنځته شول یو لړ مخربه اثرات راپېدا کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • قاسمی: د ریاض غونډې مخرب نتائج ولرل

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له قطر سره د سعودی، اماراتو، بحرېن او مصر د سفارتی تعلقاتو ختمولو ته په اشارې سره وویل: هغو مسائلو چې د تېرې مۍ په یویشتمه نېټه د ریاض له غونډې وروسته رامنځته شول یو لړ مخربه اثرات راپېدا کړل.

بهرام قاسمی نن د خبریالانو په ټول کښې تاکید وکړ: دغه هېوادونه پکار دی په یو مثبت چلند کښې د مذاکراتو په مېز خبرې اترې وکړی.

قاسمی د دې په بیانولو سره چې ایران له ګاونډیانو سره د هر اړهیزو تعلقاتو غوښتونکے دے زیاته کړه: د ضروری زمینو د شتون په صورت کښې تهران د سیمه ایزو ملګرتیاو د زیاتولو کوشش کوی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سوریې د اوسنیو حالاتو په باره کښې وویل: په سوریې کښې د امریکې اقدامات د ترهه ګرو لپاره د وخت د اخېستو سبب شوی دی او که امریکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې ګام اوچتول غواړی نو پکار دی په خپلو فېصلو کښې یو لړ بدلونونه رامنځته کړی.

قاسمی د قزاقستان د آستانې  غونډې ته په اشارې سره وویل: په راتلونکو ورځو کښې به په ماسکو کښې د آستانې د کارپېژندنې غونډه جوړه شی  او کېدې شی چې له هغې نه یوه هفته پس د آستانې د خبرو اترو پینځم پړاو جوړ شی.

قاسمی د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د ایران د بهرنو چارو وزارت غواړی په تهران کښې د ترهه ګرې پېښې په وجه له سعودی څخه شکایت وکړی ، وویل: له دغې پېښې مخکې د سعودی ځینو چارواکو لخوا ډېرې پرېوتې څرګندونې وشوې او تر زیات حده شک رابرسېره کونکې شوې او دا موضوع د متعلقه ادارو لخوا د څېړنۍ په حال کښې ده او د نتائجو د رامنځته کېدو په صورت کښې به ضروری تعقیبونې ترسره شی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزرات ویاند د ایران په خلاف د امریکې د سېنېټ د بائیکاټونو د بحث په باره کښې دا خبره په ګوته کړه چې د بائیکاټونو سیاست یو ماتې خوړونکے سیاست دے او امریکائی چارواکی پکار دی له تېرو وختونو څخه درس حاصل کړی.