د ایران په خلاف د سعودی خارجه وزیر د ادعاګانو تکرار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50180-د_ایران_په_خلاف_د_سعودی_خارجه_وزیر_د_ادعاګانو_تکرار
د سعودی د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له ترهه ګرۍ څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ په باره کښې خپلې بی بنیاده ادعاګانې تکرار کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • د ایران په خلاف د سعودی خارجه وزیر د ادعاګانو تکرار

د سعودی د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له ترهه ګرۍ څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ په باره کښې خپلې بی بنیاده ادعاګانې تکرار کړې.

د سعودی خارجه وزیر «عادل الجُبَېر» پرون له ترهه ګرۍ څخه د ایران د ملاتړ په باره کښې د خپلې ادعا په تکرارولو سره مدعی شو چې ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو له لښکر څخه په استفادې سره په سیمه کښې ترهه ګری پراخوی.

هغه ادعا وکړه چې ا یران پکار دی له ترهه ګرۍ څخه ملاتړ او په سیمه کښې د ډلبندۍ د سیاست دوام ته خاتمه ورکړی.

د ایران په خلاف د سعودی چارواکو ادعاګانې په داسې حال کښې دی چې دغه هېواد د تکفیری- وهابی فکر د سرچینې په توګه او د نړۍ د مختلفو هېوادونو په اعتراف په سیمه کښې د ترهه ګرۍ د ډلو په پراختیا کښې یو مهم رول لری.

د ایران د اطلاعاتو وزیر محمود علوی څو ورځې مخکې په تهران کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د جون د اومې د ترهه ګرو حملو په ردعمل کښې وویل: په نړۍ کښې هم دا باور موجود دے چې سعودی د ترهه ګرو ډلو شا ته شتون لری او حتی د ترهه ګرو آئیډیالوجېک زېږن ځاے دے، ځکه چې په سوریې، عراق او نورو سیمو کښې له ترهه ګرو څخه په ملاتړ کښې د سعودی اقدامات په ډاګه دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی هم له دې مخکې د ایران په خلاف د سعودی چارواک د ادعاګانو په رد عمل کښې وویل: په سیمه کښې د ترهه ګرۍ جرړې په سعودی کښې وده موندونکی افراطی افکار دی چې نن د ترهه ګرۍ د مختلفو ډلو په شکل کښې د سیمې او نړۍ د خلقو لپاره یې مصیبت رامنځته کړے دے.