د ایران توغندي په سوریه کښې رسا په ټاکلو اهدافو لګیدلي دي
د پاسدارانو لښکر توغندي د سوریې په دیرالزور کښې رسا په ټاکل شویو اهدافو لګیدلي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د دافع هوا ځواک قومندان په سوریه کښې د ترهګرو په مرکز باندې د سپاه توغندوي حملې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د پاسدارانو لښکر توغندي د سوریې په دیرالزور کښې رسا په ټاکل شویو اهدافو لګیدلي دي.
سردار امیر علي حاجي زاده زیاته کړه: شپږ توغندي چې له ایرانه توغول شوي وو، د عراق دپاسه په تیریدو سره په سوریه کښې ولګیدل او هغو بې پایلټه الوتکو چې د دمشق له اطرافو د دیرالزور په لور الوتې وې، د توغندیو لګیدل په ژوندۍ بڼه ایران ته مخابره کړل.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د دافع هوا ځواک قومندان ټینګار وکړ: د ایران دښمنان دې خبر شي چې تهران، لندن یا پاریس نه دی، دا یو وړوکی کار و چې ترسره شو او که بیا یې کومه تیروتنه وکړه نو لا وژونکي او خطرناک ګوذارونه به ورکړی شي.