صهیونیسټي رژیم د عراق ټوټې کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50520-صهیونیسټي_رژیم_د_عراق_ټوټې_کول_غواړي
د ایران د اسلامي شورا مشر د عراق د وزیراعظم په کتنه کښې د دغه هیواد په یوموټي توب باندې په ټینګار سره د عراق ویشل د صهیونیسټي رژیم غوښتنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2017 13:14 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د عراق ټوټې کول غواړي

د ایران د اسلامي شورا مشر د عراق د وزیراعظم په کتنه کښې د دغه هیواد په یوموټي توب باندې په ټینګار سره د عراق ویشل د صهیونیسټي رژیم غوښتنه وبلله.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر علي لاریجاني په تهران کښې د عراق د وزیراعظم حیدر العبادي په کتنه کښې وویل: د داعشي ترهګرو ملاتړي د صهیونیسټي رژيم د ګټو په لړ کښې نیت لري عراق چې په سیمه کښې یو ډیموکراټک او اغیزشیندونکی هیواد دی، په کورنیو مسائلو کښې ښکیل کړي څو دغه هیواد له پولو بهر فعالیتونه ونه لرل شي.

ښاغلي لاریجاني د تهران او بغداد په ګډو دریځونو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د عراق له تجزیه غوښتنې سره مبارزه ډیره مهمه ده او ایران دا مسئله د ټولو هیوادونو لپاره یوه خطرناکه چاره ګڼي او کوم هیوادونه یې چې ملاتړ کوي خپله به یوه ورځ له دې ستونزې سره مخامخ شي.

د ایران د اسلامي شورا مشر همداشان په سوریه کښې د ترهګرو پر سنګرونو د انقلاب د پاسدارانو لښکر توغندوي حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه: کوم توغندي چې له ایران څخه په سوریه کښې د داعش په مرکزونو کښې دننه ولګیدل، د دې پیغام لرونکي وو چې ایران له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې یو نوي پړاو ته رسیدلی دی.

په دغه کتنه کښې د عراق وزیراعظم حیدر العبادي هم په دې خبرې سره چې د تهران او بغداد کلکې اړیکې به هیڅکله زیانمنې نه شي، څرګنده کړه: د داعش د نابودۍ لپاره د هیوادونو ترمینځ پیوستون یوه ضروري چاره ده خو ځیني بیا د سیمې په هیوادونو کښې د موجودو اختلافاتو په وجه د داعش د نابودۍ او په سیمه کښې د ثبات او امنیت د رامینځته کیدو مخه نیسي.

العبادي د سوریې بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سوریې کړکیچ لږ پيچلی شوی دی ځکه چې د اردن، ترکیې، امریکې او د فارس خلیج د څنډې د ځینو هیوادونو په شان هر یو په سوریه کښې د خپلو ګټو په لټه کښې دي.

د عراق وزیراعظم پرون د ایران له لوړرتبه چارواکو سره د سلامشورې په موخه تهران ته راغلی دی.