د امریکې بشري حقوق له ترهګرۍ د ملاتړ په معنا دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50982-د_امریکې_بشري_حقوق_له_ترهګرۍ_د_ملاتړ_په_معنا_دي
د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي منشي څرګنده کړه: د امریکې بشري حقوق د بیګناه خلکو په وژلو، د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ او په ټوله نړۍ کښې د ترهګرۍ په حمایت کښې خُلاصه کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2017 03:30 Asia/Kabul
  • د امریکې بشري حقوق له ترهګرۍ د ملاتړ په معنا دي

د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي منشي څرګنده کړه: د امریکې بشري حقوق د بیګناه خلکو په وژلو، د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ او په ټوله نړۍ کښې د ترهګرۍ په حمایت کښې خُلاصه کیږي.

د ایرنا د خبر له مخې آیت ا... محمدحسن اختري تیره شپه د ایران په کرمان ښار کښې په دې خبرې سره چې امریکايي آزادي او ولسواکي د واشنګټن د سلطه غواړو سیاستونو په وړاندې د تسلیمیدو په معنا ده، زیاته کړه: د امریکې انډیوالو هیوادونو د میانمار او یمن په شمول مختلفو هیوادونو کښې د مسلمانانو خلاف جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې د داعش په شمول ترهګرې ډلې د امریکې په لارښوونه او د ځینو عربو هیوادونو په پیسو سره د مسلمانانو وحدت او یووالی خرابوي.

آیت ا... محمد حسن اختري، سعودي رژيم په سیمه کښې د امریکې نفوذي وباله او زیاته یې کړه: واشنګټن د عربستان په کارولو سره په سیمه کښې شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د وحدت خرابولو په لټه کښې دی.

هغه همداشان وویل: د عربستان خلک حتی ډیر ابتدايي حقوق هم نه لري خو امریکا تل د ریاض د حکومت ملاتړ کوي.